جيو اين او دده لخوا کښل شوي رسم
中国国际广播电台

    

نامتو نقاش جيو اين  په څوارلس سوه دري نويم کال کي د جنوبي چين د جيانګ سو ولايت د تاي چان په ولسوالي کي د يوه صنعتګر په کورنۍ کي وزيږيده او په پنځلس سوه شپيتم کال کي مړ شو چه د غرونو او ښځو په باب دده لخوا کښل شوي رسمونه په چين کي ډير مشهور دي .

 د شفتالو د کلي په نامه په رسم  کي داسي خيال ځاي ترسيم شو چه د ټولنې نه ليري او په غره کي واقع دی . په دي رسم کي کښل شوي چاپيريال ډير ښکلي دی  او يو معبد هم په وريځو کي ليدل کيږي  چه له دي څخه د نقاش د رنګونوپه ښو استعمالولو سره خپل هنري استعدادونه څرګند شويدي .