دغه مجسمه چه څلور ديرش اعشاره پنځه سانتي متره لوړوالي ،
پنځه څلويښت سانتي متره
اوږدوالي او لس سانتي متره
پلنوالي لري ، د ختيځ هان په
سلسله کي يعني دوه زره کاله
دمخه جوړه شوه او د چين د
لويديځ ولايت د ګان سو ولايت
د وو وي ولسوالي د لي تاي له
يوې مقبرې څخه موندل شوې
اواوس د دي ولايت په موزيم کي
ساتل شويده .
أس په لرغوني زمانه کي د جګړې ، حمل و نقل او پوست په ساحو
کي ډيره چټکه او موثره وسيله ګڼله
کيده . غښتلي او قوي سپاره عسکر د
هان په سلسله کي د هيون قوم د
تيري سره د مقابلې او د شمالي
سرحداتو د ساتنې دپاره لازم نظامي
تامين و ، نو په هغه وخت کي له
أسونو سره د چينايانو مينې د تيرو
دورو نه زياتې وې او أس د خپل ملت
د حيثيت ، د هيواد د قوي والي او
د خپلو خدمتونو د نښې په حيث بلل
کيده چه په دي سبب د أس صورت د
هان په سلسله کي د مجسمې جوړولو
په شمول د لاسي صنايعو په اثارو
کي ليدل کيدل په تيره بيا دغه
ميسي مجسمه چه أس په يوې توتکۍ
باندي د ځغلولو په حال کي دی ، په
ټوله نړۍ کي شهرت لري .
دغه أس د چټک ځغلولو په حال کي دی چه سر يي لږ څه کوږ دی او
يوازي ښي پښه په يوې الوتونکي
توتکۍ باندي ږدي او د أس د غټ
وجود څخه د أس د غښتلتوب څرګنديږي
.
لنډه دا چه دغه مجسمه د هان په
سلسله کي د مجسمه جوړونکي د عقل ،
خيال ، روماتيکې روحيې او لوړ هنر
او تخنيک ثمره ده او په لرغوني
زمانه کي د چين د مجسمه جوړولو د
هنر ډير قيمتي او ارزښتناک اثر
ګڼل کيږي .
|