د چين  د قديمي  زمانې   د وريښمو لاره

中国国际广播电台

 

د څه د پاسه دوه  زره کاله نه  دمخه  په  چين کې   د وريښمو د لارې  په نامه  د سوداګري  لرغوني  لاره  پرانستله  شوې وه  چه   په نړۍ کې   ډير  شهرت  لري ٠  دغه لاره  د چين او اروپايي ،  اسيأيي  او افريقايي  هيوادونو ترمنځ د پل  په  توګه  د  ختيځو  او لويديځو خواوو ترمنځ  د سوداګري ،  کلتوري  او  تمدنونو ترمنځ د تبادلې  او تګ راتګ  د پرمخبيولو له پاره مهم  خدمتونه  تر سره کړي دي ٠

د وريښمو لاره  د چين  په  قديمي  زمانه کې  د منځني  اسيأ  له لارې  جنوبي  او لويديځې اسيأ  ، اروپا او شمالي  افريقې  ته  د تللو له پاره  يو تجارتي  لاره ګڼل  کيده ٠  له دي امله  چه  په هغه وخت کې  د چين  زياته  اندازه  ورښيم او  وريښمين توليدات  له دي لارې  لويديځې خوا ته  حمل و نقل  کيدل  ،  نو دغه لار ه    د وريښمو د لارې په توګه  ونومول  شوه ٠  د لرغون   پيژندلو  په  بهير  کې دا وموندل    شو    چه  نوموړي لاره  د ميلاد    نه د مخه  د لومړني  پيړۍ يعني  د چين  د هان د سلسلې  په دوره کې  رامنځته  شوې وه ٠  په هغه  وخت کې  د وريښمو د لارې  له  جنوبي  خوا  څخه  اوسني  افغانستان ،  ازبکستان ،  ايران  او  حتي  د مصر  اليکزاندي  ښار  ته رسيدله ٠ د نوموړي  لارې  له  بلې  خوا څخه  د پاکستان  او د افغانستان   د کابل  له لارې  د فارس  خليج  ته  رسيدله چه  د کابل  له  جنوبي  خوا څخه  هم د اوسني  پاکستان  کراچي  ښار  ته هم  غزيدلي  وه  او  په  دي ترڅ  کې  د سمندر  له لارې    فارس او  روم  ته غزيدلي  وه  ٠

 

د ميلاد نه  د مخه  له دوهمې  پيړۍ نه   د ميلاد   تر  دوهمې  پيړۍ پوري  د وريښمينې  لارې  په اوږدو کې   له لويديځې خوا څخه  ختيځې  خوا ته  د رسيدو په لاره کې  څلور قديمي  مملکتونه  پراته  ؤ چه  پکې  د اروپا  روم ،  د جنوبي اسيأ  پارزيا ، د منځني اسيأ کوشيانيانو ،او د ختيځې  اسيأ د چين د هان سلسله  شامل  ؤ ٠  نوموړي  ورښمننه  لاره  د  نوموړو څلورو مملکتونو  ترمنځ  د تمدنونود مستقيمې  تبادلې له پاره  مهم رول  لوبولي   او په  دي  هکله   متقابل  تاثيرات يي  رامنځته  کړي  دي ٠

د چين  په  اړوندو قديمي  اسنادو کې  ليکل شوي  چه   په  هغه  وخت کې    يو شمير  نباتات  لکه غوز ،تور مرچ ، ګازري او داسي  نور  له  لويديځي  خوا  څخه  چين  ته  داخل  شوي  دي ٠  د ميلاد  له اومې  پيړۍ نه  تر  نهمې  پيړۍ پوري  يعني  د چين د تان  د سلسلې  په دوره کې  د وريښمو په لاره کې  تجارتي  تګ راتګ  ډير تود ؤ ٠  د لويديځې خوا  ارزښناک مرغان، خناور ،جواهر ،شيشه يي سامانونه ، د سرو زرو او سپين  زرو سکې او  د لويديځې  او  منځني  اسيأ ميوزيک ،  نڅاوي ،  خواړه ،  جامي  او داسي نور  شيان  په  پر پسي توګه  چين  ته داخل  شول ٠ دغه  راز  په عين وخت کې  د چين  توليدي شيان  او تخنيکونه  هم  د  وريښمينې  لارې  څخه  بهر  ته  خپاره شوي   دي ٠ لکه  وريښم ،  د کاغذ د جوړلو او  د چاپ  تخنيکونه ، چيني  باب  ، باروت ،قطب نما او داسي نور  شيان  د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته  استول شوي  او  د نړيوالو د  تمدنونو د پرمختيا له پاره  يي ستر  خدمتونه    تر سره  کړي دي ٠

د  مالونو د تجارت  د پرمختيا  په  عين  وخت کې  د وريښمينې  لارې  څخه  د بيلا بيلو هيوادونو ترمنځ  کلتوري  تګ راتګ  او تبادلې  هم  ډير زياتې  شوي دي ٠ دغه راز  بودايي  دين  چه   د نړۍ له  درو   لويو  مذهبونو څخه شميرل  کيږي  ، د چين  د سي هان د سلسلې  په اخري موده کې  د ميلاد  نه د مخه   ( ٢٠٦ __٢٢٠ کال )  چين  ته  داخل  شو ٠  همداشان  د چين د شينجيانګ  د کزل په  غارونو کې  چه  په  دريمه  پيړۍ کې  وکيندل شول ،  نژدي  د لسو زرو مربع مترو ديوالي  تصويرونه  ساتل شوي  او له  دغو تصويرونو څخه  ښودل شوي  چه  بودايي  دين  لومړي  له هند څخه  چين  ته  خپور  شوي دي ٠  د اټکل  له مخې  بودايي  دين  له هند څخه  د  ورښمينې لارې  په واسطه  د چين  د شينجيانګ  کزل  ته  داخل  شو  او  بيا د چين د ګان سو ولايت  د دون هوانګ  له لارې  د چين  مرکزې  ځايونو ته  داخل شو ٠ لکه  د چين د  دون  هوا نګ په   غارونو او د لو يانګ د  لونګ من  په  غارونو کې   چه   د نامتو او مشهور د بودايي  مذهبي  غارونو  په  توګه  تر اوسه  پوري  ساتل  شوي ، د ختيځې  او لويديځې خواوو هنري  سبک  موجود  دي ٠ اوس  نوموړي غارونه ټول  د نړۍ کلتوري  ميراث  په توګه  ټاکل شوي دي ٠ 

د ميلاد  د نهمې  پيړۍ نه وروسته  د اروپايي او اسيأيي  لويو وچو د سياسي او اقتصادي  جوړښت  په بدليدو سره  په  تيره  بيا  د بحر پيمايي  د تخنيکونو په  پرمختيا سره   په تجارت  کې  د سمندري  حمل ونقل  رول   ورځ  په  ورځ   ښکاره شوي  دي ٠ نو  په  دي اثر نوموړي   لرغوني  مځکني  تجارتي  لاره  ورو ورو خپل ارزشت له لاسه ورکړ چه  تر لسمې  پيړۍ  وروسته   د چين د سونګ  د سلسلې  په  دوره کې  نومړي  وريښمينه لاره  نژدي  بي  کاره  شوه  ٠

د وريښمو   دغې  لرغوني  لارې  د نړۍ د  تمدنونو د پرمختيا په بهير  کې  مهم  رول  لوبولي  دي ٠  د وروستيو کلونو نه راهيسي  د ملګرو ملتو  د يونسکو  سازمان  د وريښمينې لارې  د څيړنې  په باب  نوي  پلان  جوړ کړي او  په دي  هکله يي د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ  د  ديالوګ او تبادلي  له پاره  زمينه مساعده کړې ده٠