د اين سوي په نامه  د قديمي  ښار   بقايا او  د لاک  پر کاسه باندې  حکاکي شوي خط

中国国际广播电台

 

چين تمدن  څو زره    تاريخ  لري ٠  نو  ترمځګې  لاندې  ښخ شوي او  پاتي شوي  قديمي  أثارو يي  ډير غني  دي  ٠  د  تيرې  پيړۍ له پيل  نه  د  معاصر  لرغون  پيژندونکي  د  نړۍ  له  لويديځې  خوا  نه  چين  ته  داخل  شول او  له  هغه  وخت  نه وروسته  په چين کې  د لرغون پيژندنې  په  هکله   ډير  ستر کشفيات  رامنځته شوي دي ٠

د چين د منځني  خوا  د حه نان  ولايت  د ان يانګ  په  ښار کې  د ا ين  سوي  په نامه   د قديمي  ښار    بقايا  پرتي  دي  چه  مساحت  يي  تقريبأ څلير ويشت مربع  کيلو متره دي  او  په  نړۍ کې  ډير  شهرت  لري ٠  د تاريخي اسنادو  له مخې  د ميلاد د مخه  په  څوارلسمه  پيړۍ کې  د شان د  سلسلې امپراطور  پان ګن   خپل  پايتخت  د  چين د ننني  شان تونګ ولايت  له  چوي  فو  ښار  نه  ان  يانګ  ته   و ليږدوه ،  او وروسته  په  نژديو درو سوو کالو کې   نوموړي  ځاي    د شان  د سلسلې  سياسي ،  کلتوري  او اقتصادي  دايمي  مرکز ؤ ٠ د ميلاد  نه د مخه  په  ١٠٤٦ کال  کې  د شان  د سلسلې  وروستي  امپراطور ځو  د جو وو وانګ   له خوا  له منځه  يووړل  شو ٠ له دي  نه وروسته  دغه  ځاي  ويجاړ او په  بقايا  بدل  شو   ٠ له دي امله  چه  په  تاريخ کې  د شان  سلسله  هم د اين  سلسله  ګڼل  کيده ،  نو  نوموړي  ځاي ته د اين  سوي    بقايا  وايي ٠

                                                                      

 ( تصوير،  د اين  سوي   باردوونکي  ځاي )

  د  نوموړي    بقايا ور کشف   او کيندل   په  شلمه   پيړۍ  ګې  د لرغون  پيژندنې  په  هکله   په  چين  کې تر ټولو نه  لوي  او مهم   کشف  ګڼل  کيږي ٠ د کيندلو  په  بهير  کې   د لاک هغه  کاسه  چه   ور باندې  خطونه  حکاکي شوي ، د مفرغي  سامانونو  په شمول  زيات  تاريخي  أثرونه  وکيندل شول ٠

  ( تصوير ،  د لاک  پر کاسه  باندې  حکاکي شوي  خطونه )

 د لاک  پر کاسه باندې  حکاکي  شوي  خطونه   ډير  قديمي  خطونه  ګڼل  کيږي ٠  د  چين  د شان  د سلسلې  په دوره کې  امپراطور د هر کار  د تر سره کولو نه  دمخه  بايد  فال  بيني  کوله  او  د لاک  کاسه  ددي  کار له پاره  تر  استفادي  لاندي   وه ٠

 د  لاک د  کاسې يا  د نورو ځناورو د هډوکو د استعمالولو  نه  د مخه   بايد  لومړي   نوموړي  کاسه  او هډوکې  پاکې کړاي شي  او  فال  بين  بايد خپل  نوم  ،  د فال  بيني  نيټه  او  د فال بيني  د منونکي  پوښتنې   ور باندې  حکاکي  کړي  او  د اور  د پاسه  يي  وسوزوي ،  بيا  يي  د هډوکو د  ترک  د  درزونو د لارې   سره  سم تحليل  کړي ٠

اوس د اين سوي  په نامه  په    بقاياوو  کې  ټول   شپاړلس  زره  نوموړي  هډوکې  کيندل شوي ،  د احصايي  له مخې  په  نوموړو هډوکو کې  حکاکي شوي  خطونه  څه  د پاسه  څلورو زرو  ته رسيدلي  چه  په  دي  جمله  کې  دري  زره  خطونه  د اړوندو کارپوهانو تر  څيړنې  لاندې  راغلي  او  نوموړو کارپوهانو  د څه د پاسه  يو زرو خطونو د پيژندنې  په  هکله  د نظريو  يووالي  ته  رسيدلي دي ٠  د دغو  يو زرو خطونو د پيژندنې  له لارې  د  شان  د سلسلې  په دوره  کې  د سياسي ،  اقتصاي او کلتوري  او  د  نورو حالاتو په  باب  معلومات  تر لاسه شوي دي ٠

 دنوموړو خطونو د څيړنې  په  باب  تر  ټولونه  مخکني  خاص  اثار په  ١٩١٣ کال کې  چاپ  شوي  او  د ليو ار   له خوا  ليکل شوي ؤ ٠ بر سيره  پر  دي  د چين  نامتو او مشهور  تاريخ  پوه  او اديب  ښاغلي  ګو مو ژو   په  ١٩٢٩ کال کې  تر  دي  عنوان لاندې چه  د لاک  پر کاسه  باندې  د حکاکي شوي  خطونو په باب  څيړنه  ،  يو کتاب  چاپ  کړ چه  دا  هم  د نوموړو خطونو  د څيړنې  په  هکله  يو ستر  او مهم  اثر  په توګه  ګڼل کيږي ٠ دغه راز  اوس  په  دي  هکله  د بيجينګ د پوهنتون  پروفيسر  چيو  سي  ګوي  او  د چين د تاريخ د څيړنې  د انستيتيوټ  پروفسر  لي سوي  چن  د نوموړو خطونو د څيړنې  په  هکله  ډير  تکړه  او  مشهور  دي ٠

 

په  دي  نژديو  کلونو کې  په  چين کې  د لاک  هغه  کاسه  هم  کشف  شوي  چه  د سي  جو  د سلسلې  په  دوره کې  رامنځته شوي   او د  شان  د سلسلې  په نسبت    لا مخکي  ؤه  ٠ خو  پر  نوموړې  کاسې  باندې  حکاکي شوي  خطونه  ډير لږ  دي ٠  نو  د شان د سلسلې  په  دوره کې  رامنځ ته شوي  نوموړي  خطونه  ډير ارزښت  لري ٠  د څه د پاسه  اويا کالو نه راهيسي   د اين سوي  په  نامه  په    بقايا کې  لرغون پيژندونکو  جملتأ   پنځوس  ويجاړي  شوي  قديمي  شاهي ماڼې ، معبدونو ،  دوه لس  شاهي  مقبرې ،  د اشرافو او عادي  اوسيدونکو څو زر  مقبرې  او  په  زياته  اندازه مفرغي    ساماالات ،  خاورينې  لوښې ،  د هډوکو  ساماالات  او  داسي  نور  شيان  کشف  شوي دي ٠  له دغو شيانو څخه  د چين  د لرغوني زماني  ټولنه  رابربنده شوې ده ٠