د سي سيا د
سلسلې شاهي هديره د چين د
شمال لويديځې خوا د نين سيا د
حوي قوم په خودمختاره سيمه
کې واقع ده ٠ د دغې هديرې د
لرغون پيژندنې کار په شلمه
پيړۍ کې پيل شوي او د چين د
ملي اقليتونو د لرغون د پيژندنې
په تاريخ کې يي مهم مقام نيسي
٠
د اووسوو اويا
کالو نه مخکې د چين په تاريخ
کې دري سلسلې موجودي ؤ ي چه
په جلا جلا توګه د چين په
منځني ، شمال ختيځې او
شمال لويديځې خوا کې واقع ؤي
او په جلا توګه د سونګ ،
لياو او دا سيا يعني د سي
سيا په نامه نوميدي٠
سي سيا د يو
خپلواک مملکت په توګه
خانګړي ژبه او خطونه لري ،
خو له بده مرغه د ميلاد په ١٢٢٧
کال کې د مغولو د چنګيز فوځ
تر حملې لاندې يي له منځه
يووړل شول ٠
د تيري پيړۍ د
اومې لسيزې په لومړنيو وختونو
کې په چين کې د سي سيا د
سلسلې د شاهي مقبرې بقايا
کشفه شوې او له دي نه وروسته
په ديرش کالو کې د چين لرغون
پيژندونکو د نوموړي مقبرې په
نسبت څو څو ځله تحقيقات ،
پلټنه او کيندنه وکړه ٠
![](images/xixiawangling.jpg)
نوموړي شاهي
هديره په شاړه صحرايي
مځکه کې واقع ده چه
عمومي مساحت يي پنځوس
مربع کيلو مترو ته رسيږي
چه په دي هديره کې د
هديرې نهه باغونه او د
څه د پاسه د دوو سوو
پنځوسو تنو اړوندو شاهي
غړو مقبرې شاملي دي ٠
دغه هديره د پيمانې له
لحاظه په چين کې تر ټولو
نه لويه او تر اوسه پوري
يي ډير ښه ساتل شوي
هديره ګڼل کيږي ٠
د سي سيا د
سلسلې په شاهي هديره کې د
هديرې څلي په نړۍ کې د
ختيځې خوا دهرم په نامه شهرت
لري ٠ د دوه زريم کال د اپريل
په ديرشمه نيټه د چين لرغون
پيژندونکو د دريم لمبر د هديرې
د کيندلو او پاکولو په وخت کې
سينګار يو ډول شيان کشف کړل
چه مخ يي د انسان دي خو بدن
يي مرغه ته ور ته دي ٠ وروسته د
لرغون پيژندونکو د څيړنې له
مخې دغه ډول د سينګار شيان
د بودايي دين د وداني د سينګار
شيان دي چه د جنت د مرغه
څرګندوي دي ٠
د سي سيا د
سلسلې له شاهي هديرې څخه يو
سلو څلويشت زره ګاډري تختي،
دوه سوه د وداني أرايشي شيان
او نور تاريخي أثار وکيندل شول
٠ د لرغون پيژندونکو په نظر د
سي سيا د سلسلې شاهي هديره د
چين د قدمې زماني د هان قوم
د شاهي هديرې ښې تجربې
راجلبې کړي او په عين وخت
کې د بودايي دين تر زياتې
اغيزې لاندې وه ٠ په دي
وجه د سي سيا د سلسلې شاهي
هديره ځانګړي خاص ساختماني
سبک لري او د چين د هديرو
په تاريخ کې يي ډير مهم مقام
نيولي دي ٠
|