| 
  
 
د فا من معبد  د
چين د شان  سي  ولايت  د فو فونګ 
په  ولسوالي کې  واقع  دي  او 
هغه ډير  مشهور معبد ګڼل کيږي  چه
  د ساکياموني  هډوکې  پکې ايښودل
شوي دي ٠  د ١٩٨٧ کال  په اپريل 
کې  د چين  لرغون پيژندونکو  د
نوموړي  معبد د  بودايي  برج  د
بيا ودانولو په  وخت کې   کشف 
کړه  چه   د برج  تر  بنسټې 
ډبرې  لاندې   يو تونل  شته  او
په  کې  ډير  ارزښناک  تاريخي 
اثار  پټ  شوي  چه  دا کار  په 
هغه وخت کې  د ټولې  نړۍ  د ډيرې 
توجه  وړ  مسئله  وګرزيدله  او  د
چين د شان  سي  ولايت  د چنګ  د
سلسلې د عسکرو او  أسونو  د
مجسمو  د کشف  نه  وروسته  يو بل 
ستر  کشف   ګڼل  کيږي ٠ 
 
 د فا من  معبد  د
نوموړي  ولايت د فو  فونګ   په 
ولسوالي کې  واقع  دي  چه  نوموړي
ولسوالي  د  سي   ان ښار 
لويديځې  خوا  ته  يو سلو  شل 
کيلو متره  فاصله لري ٠   د  چين
د  بي  وي  د سلسلې  په  دوره کې 
(  د ميلاد  د ٤٩٩ کال  په  شاخوا
کې )  د نوموړي معبد  په  جوړيدو 
پيل و شو ،  د ميلاد  په اومه
پيړۍ کې  د تان  د سلسلې  په دوره
کې   د تان د امپراطوري  حکومت  
د زياتو مالي  او بشري قواوو په
اچولو سره  نوموړي  معبد  پراخ 
او ودان  کړ  او  د څلير ويشتو د
انګړونو  لرونکي   يو لوي  معبد 
يي رامنځته  کړ ٠  په  هغه وخت
کې   په  نوموړي  معبد کې  د
راهبانو شمير  څه  د پاسه  پنځو
زرو تنو  ته  رسيدلي ؤ ٠ 
 
  
د بودايي  دبن  په
مقدس  کتاب  کې  ليکل شوي  چه  د
لرغوني  هند  پاچا ايو  د بودايي
قانون د پراخولو  له پاره  د نړۍ
په بيلا بيلو ځايونو کې  څلور 
اتيا زره  بودايي  برجونه  جوړ 
کړي  چه  په دي کې  نولس  يي  په
چين کې  دي  چه  د فا من معبد له 
نوموړو معبدونو څخه  دي ٠ د چين 
د اړوند تاريخي  کتاب  د ثبت  له
مخې  د تان د سلسلې  په دوره کې 
اتو تنو امپراطورانو څو څو  ځله  
دهرکلي د مراسمو په  جوړولو سره 
په شاهي  ماټې کې  د ساکياموني د
هډوکو  عبادت  کړي  ؤ ٠  خو
وروسته  د جګړو ،  زلزلو  او 
نورو مصيبتونو  له امله  دغه 
معبد ويجاړ او له منځه ولاړ ٠
 
تر نوموړي  معبد 
لاندې  مځکني  ماڼې  يو ويشت
اعشاريه  څلور  متره  اوږدوالي 
لري  او  مساحت  يي  يو ديرش
اعشاريه  اته څلويښت  مربع مترو
ته  رسيږي٠  په  دي  ماڼې کې  د
تان  د سلسلې  د دورې   زيات 
تاريخي  اثار ،  د سرو زرو او 
سپين زرو سامان الات ،  قيمتي
ډبري  ،  شيشه يي او  چيني  باب  
ساتل شوي  دي  چه شمير  يي 
تقريبأ  نهو سوو ته رسيږي  ٠ دغه
کشف  د چين  په  د ننه او بهر
کې   د بودايي  دين  په محافلو 
او د نړۍ په کلتوري تاريخ کې  يو
لوي کار  ګڼل  کيږي ٠ 
 
بر سيره  پر  دي  
تر  مځکې  لاندې  په  نوموړي 
ماڼۍ کې  د  تان  د سلسلې  د
دورې   بيلا بيل   رنګا رنګ او 
ځلاند ورښمين  منسوجات  هم  کشف 
شوي   دي  چه  د اندازې ، 
شکلونو  او ارزښت  له لحاظه  يي 
تر  ټولو  نه  زيات او اوچت  دي ٠
نو  نوموړي ماڼۍ د چين د تان  د
سلسلې  د وريښمينو منسوجاتو 
خزانه  ګڼل  کيږي ٠ 
 
همداشان  په 
نومړي  ماڼۍ کې  هم د  سرو  او
سپين زرو  او د شيشه يي  څو سوه 
بيلا بيل  ډولونه  ښکلي  سامان
الات کيندل شوي دي  ٠  د نوموړو
کيندل شويو ډير ارزښناکو  اثارو د
ساتنې  او نندارې  له پاره  په 
محلي ځاي  کې  اړوند موزيم  جوړ
شوي دي  ٠ دغه راز  د چين د
تاريخي اثارو د ساتنې  اړوندو
کارپوهانو هم  د المان  له 
لرغون  پيژندونکو سره په همکارۍ د
مترقي تخنيکونو  څخه  په استفادې
سره   نوموړي  وريښمين  منسوجات
تر ښې  ساتنې  لاندې   راوړي  دي 
٠  
 
 |