د سان  سينګ  دوي  لرغون پيژندنه

中国国际广播电台


     
له  دي  امله  چه   چين   پراخه  مځکه  لري ،  په  لرغوني زمانه کې  داسي حالت کې ډير  ليدل  کيدل  چه  په  يوه  دوره کې  د قبائلو په شکل  ډير کوچيني  مملکتونه    موجود و ٠ د لرغوني  زمانې د شوپه نامه د مملکت  تمدن  چه  د چين د  اوسني  سه چوان  په  ولايت   کې واقع  و ،  د تيرې  پيړۍ  په  اومه  لسيزه کې  کشف  شو او  په  نړۍ کې  د زياتې  توجه وړ سبب  وګرځيد٠ 

  

د سان سينګ دوي  بقاياوي  د چين د سه  چوان  ولايت  د ګوان  هان په  ښار کې  واقع  دي  چي    نژدي  پنځه  زره  کلن  تاريخ  لري ٠  په  ١٩٨٦ کال کې   د نوموړو  بقاياوو د کيندلو په وخت کې  څه د پاسه  يو  زر ډير  ښکلي او  ارزښناک  تاريخي اثارو  وکيندل شول  ٠

د نوموړي  بقاياوو د کيندلو په وخت کې    يو زيات شمير  مفرغي انساني نقابونه تر لاسه شول ٠ مخکې  له دي  نه  که څه هم  د حه  نان ولايت  په سيمه کې  هم ډير ښکلي  مفرعي  سامان الات  کيندل شوي و چه  پکې د شرابو اوښي  او نور سامان  الات  شامل  دي ،  مګر انساني نقابونه  پکې  نه  ؤ ٠ د نوموړو انساني  نقابونو شکل  دا  دي  چه وريځي  يي  غټې،  سترګي  يي لويي ،  پوزه  يي  جګه  او  شونډي  يي  پنډي  ښکاري ٠  دغه ډول  مخ  د  محلي  ځاي  د اوسنيو  خلکو  سره  بيخي  توپير   لري ٠

د  نوموړو  بقاياوو  د کيندلو په وخت کې  د انسان  په شکل  يوه جګ  مفرغي  مجسمه  هم  وکيندله شوه  چه  د بدن  جګوالي  يي  يو سلو  اويا ساتني  متره  دي   چه  په نړۍ کې  د ساتل شويو انساني  مفرغي  مجسمو نه  ډيره جګه مجسمه  دي   ٠

 د انسان  دنقابونو او مجسمو  نه  پرته  په  نوموړو  بقاياوو کې  هم  د سرو زرو امسا، مفرعي ونې ،  عاج  او  داسي  نور  ارزښناک  اثارو  وکيندل  شول ٠  د سرو زرو پر  عصا باندې  هغه  ښکلي  تصوير  حکاکي شوي  چه  دوه مرغان  مخ په  مخ  او دوه کبان  شا  په شا  ولاړ دي ٠ مفرغي  ونه  په دي  ډول ده  چه  جګوالي  يي  نژدي  څلور  متره  دي  او  لاندني ،  منځني  او پاسني  دري  برخو  او نهو  شاخونو  ويشل  شوي  او د هرې شاخې  د پا سه  يو مرغه  ناست  دي ٠  د څيړنې  له مخې  دغه  مرغه  عادي  مرغه  نه  دي  بلکه  د لمر  په نمايندګۍ رب النوع مرغه  دي ٠

د اړوندو کارپوهانو د څيړنې  له مخې  د سين سينګ دوي  له بقاياوو څخه  کيندل  شوي  زياته  اندازه  مفرعي  سامان الات  د  لرغوني  زمانې  د شوپه نامه  د مملکت   د کلتور د ژورې  اغيزې   نښه  بلل کيږي   ،  خو له بلې  خوا يي  هم  د لويديځې  اسيأ او د نورو  سيمو کلتوري  خصوصيتونه  هم  لري ٠  له نوموړو کيندل شويو  اثارونو څخه  څرګنده شوي  چه  په  هغه وخت کې   د شو   مملکت او د  شاوخواو هيوادونو  حتي  د لا ليري  ځايونو ترمنځ   تجارتي  تګ راتګ  موجود ؤ ٠