| 
 
د مينګ د سلسلې ( 
د ميلاد  ١٣٦٨__١٦٤٤ کال )   د
بنسټ ايښودونکي  امپراطور  
ځانګړي  هديري ته  د مينګ سياو 
هديره  وايي  او دغه  هديره  په
نړۍ کې   د قديمې  زمانې  د  هغو
شاهي  هديرو  څخه  ګڼل  کيږي  چه 
پيمانه  يي  ډيره لويه  ده ٠
 
 جو يوان  جانګ ( 
د واکداري دوره    د ميلاد
١٣٦٨__١٣٩٨ کال )  د چين  په
تاريخ کې  يو ډير  مشهور او 
نامتو  امپراطور ګڼل  کيږي ٠ 
هغه   د يوه  بي  وزلي  بزګر  په 
کورني کې  زيږيدلي ؤ  او وروسته 
د يوان  د سلسلې  (  د ميلاد 
١٢٧١__١٣٦٨ کال )  په ضد د
بزګرانو  په  يو قيا م کې يي 
برخه  اخيستې وه  ٠  د خپل
زړورتوب  له امله   وروسته  هغه 
له يو عادي  عسکر  نه  يو
قوماندان  او مشر  وګرزيد ٠  په 
١٣٦٨ کال  کې يي   د امپراطور
څوکۍ   تر لاسه کړه ٠ 
 
 جو يوان  جانګ  
د خپل  تسلط  په  دوره کې  بيا  د
ځانګړي  هديرې   په  جوړلو پيل 
وکړ  او د جوړولو وخت  يي   پنځه
ويشت کاله  دوام  وکړ   او کله
چه   د امپراطور څوکۍ  دده د
زوي   لاس ته   ورغله ٠ له دي
امله  چه د جو يوان جيانګ  د تسلط
په دوره کې   پايتخت  د چين  د
ختيځي  خوا  د  نانجنګ  په  ښار 
کې ؤ ،  خو وروسته   دغه 
پايتخت   دده د زوي له خوا 
بيجينګ  ته  انتقال  شو او په دي 
وجه  د مينګ سياو  هديره يعني د
جو يوان جيانګ هديره د نانجنګ 
ښار  په اطرافو کي  پاتي  شوه  او
د مينګ  د سلسلې  نوري ټولي شاهي 
هديرې    په بيجينګ  دي  واقع  دي
٠ د اړوندو تاريخي  اسنادو له
مخې  د  مينګ  سياو  د هديرې  د 
ديوال  دايروي  اوږدوالي  دوه
ويشت اعشاريه ينځه  کيلو متره  دي
٠ له دي څخه  څرګنديږي  چه  د
نوموړي هديرې   پيمانه   ډيره 
لويه  ده ٠  خو وروسته  د شپږو
سوو کالو په  تيريدو سره   د
طبيعي  افتونو او جګړو  په 
مصيبتونو کې  ويجاړه  شوه ٠
 
 د جو يوان جيانګ 
د هديري  پر  ډبريني  شناختي  
باندې  حکاکي شوي  کتيبه  د جو
يوان  جيانګ  د زوي له خوا  ليکل
شوي وه  او   کريکتر  يي  دوو زرو
اوو سوو شپږ څلويشتو  ته  رسيدلي 
دي ٠ په  نوموړي کتيبه کې  د جو
يوان جيانګ  کارنامي  بيانې 
شويدي  ٠ په  نوموړي  هديره کې  د
زمري ، اوښ ،  فيل  او أس په ګډون
د ډيرو ژويو ډبرينې مجسمي  او د
عسکرو مجسمي  ساتل شوي  چه   د
مينګ د سلسلې  ارزښناکې  مجسمي 
ګڼل کيږي ٠  
 د نوموړي  هديرې
تر مځکې لاندې  په  مرکزي  ځاي 
کې  يوه  ماڼۍ شته  چي  جو يوان
جيانګ  او  دده ملکه  پکې  ښخ 
شوي  دي  ٠  نوموړي  ماڼۍ د لوړو
ديوالونو له خوا محاصره شوې  ده  
٠  د ١٩٩٧ کال له پيل  نه  د محلي
سيمې  د تاريخي اثارو د ساتنې 
څانګې  د مترقي تخنيکونو څخه  په
استفادې سره د نوموړي هديره  سروي
وکړې  او  زيات  واقعي  معلومات 
يي تر لاسه کړي دي  ٠  په دي 
اساس  د جو يوان  جيانګ مړي   د
ښخولو  مشخصه  ماڼې  بلل  کيږي 
او  دغه  ماڼۍ  په لسګونو مترو
تر  مځکې    لاندې   واقع  ده  
او   په  پوره توګه    ښه ساتله 
شوې ده ٠
                                 
 
 (  نقشه
،  د مينګ د اسلافو  هديره ) 
 
 (  تقشه
،  د مينګ د اسلاف  په هديره
کې  ډبرينې مجسمې ) 
  د
مينګ  سياو هديره يعني  د
مينګ د سلسلې د امپراطور  جو
يوان  جيانګ  هديره  د 
تاريخ  د نورو شاهي  هديرو 
سره  زيات توپيرونه  لري  ٠
د  کيندلو او څيړنې  له لاري 
دا کشف  شوي  چه  تر مځکې 
لاندې د نوموړي هديري تابوت 
ته  د رسيدو لاره کږ ليچه ده 
او دغه ډول  ساختماني  سبک  د
مينګ د سلسلې د وروستو شاهي 
هديرو  پر  ودانولو باندې 
ستره اغيزه  اچولې  ده ٠ 
مثلأ  په  بيجينګ  کې  د مينګ
د سلسلو  د ديارلسو شاهي 
هديرو   نه  د ديدنګ د شاهي د
هديري  له  کيندلو څخه
څرګنديږي چه    تابوت  ته 
داخليدو لاره ښې  خوا ته 
پرته ده ،  خو د مينګ  سياو د
هديرې  نوموړي  لاره  کيڼې
خوا  ته ده ٠ بله  د توجه وړ
خبره  دا ده  چه  د  مينګ 
سياو  د هديرې  د کيندلو په
وخت کې  لرغون پيژندونکو دا
هم  کشف  کړي  چه  د مينګ
سياو  په  هديره کې  کيښودل
شوي  د ژويو ډبريني مجسمي   د
ډيرو لرغونو زمانو د ژويو 
فسلونه  دي  چه  د درو سوو
مليونو  کالو نه مخکي موجود ؤ
چه  ډير تاريخي  ، هنري او
علمي  ارزښت  لري ٠ 
 
 
  |