د  ٌ  مينګ ٌ  د  سلسلې  د ديارلسو امپراطورانو د  هديرې   لرغون پيژندنه

中国国际广播电台


     

د چين  د  ٌ مينګ ٌ  د سلسلې د ديارلسو امپراطورانو هديرې  له  يوې  کودتا سره  اړيکی درلودی٠ د  ٌ مينګ ٌ  د  سلسلې لومړی امپراطور  جو يوان جانګ د  چين د ختيځ  نان جينګ  د دی سلسلې د  مرکز  په  حيث  وټاکه  او  له مړينې نه مخکښی يی  پريکړه وکړه چه  د امپراطور چوکی    خپل لمسی ته  ورکړی  ٠ خو  د جو يوان جانګ  څلورم  زوی  جو  لی  د  امپراطور د چوکۍ  د  ترلاسه کولو دپاره  کورنی جګړه  راوپاروله او  په پای کښی   امپراطور شو٠ کله چه  نان جينګ  په کورنی جګړه کښی د  جو لی د پوځ  لخوا  اشغال شو،  د  جو يوان جانګ  لمسی  ورک شو او  دا  تر اوسه  پوری  لا هم  د  چين  د  ٌ  مينګ ٌ  د سلسلې  د تاريخ  يوه لاينحله پيښه ده٠  جو لی  د  امپراطور  چوکۍ ته  له پورته کيدو نه وروسته  دا احساسوله چه  په نان جينګ  کښی خپل  امنيت  ساتلی نشی  ،  نو د امپراطورۍ مرکز  يی  له  نان جينګ څخه  بيجينګ ته  انتقال کړ  ٠  امپراطور  جو لی  د  ژوند په وخت کښی د  استازی  په ليږلو سره  د خپل ځان  د پاره  هديره انتخابه  کړه ، د  بيا بيا  انتخاباتو  په نتيجه کښی يی  د  بيجينګ  د  شمال لويديځو  اطرافو يو هغه غرنی سيمه   چه  منظره يی ډيره ښکلی وه او په اسانه توګه  ورڅخه  دفاع  کيدای شوه د خپلې  راتلونکی   هديرې  په توګه  وټاکله  او  پر  راتلونکی قبر  باندی  يی  د  ٌ  چيانګ لينګ ٌ   نوم  کيښود ٠ په ميلادی  ١٤٠٩ م کال  کښی د  امپراطور  جو لی  د  قبر  له جوړيدو  څخه   په  ١٦٤٤ م کال  کښی د  ٌ  مينګ  ٌ  د  سلسلې  تر  له منځه  تللو  پوری  په  څه دپاسه دوه سوو کالو کښی  ديارلس  فقيد امپراطوران  په  نوموړی پراخه  هديره کښی  خښ  شويدی  او  اوس  دا هديره  د  مينګ  د سلسلې د  ديارلسو قبرونو په نوم  ياديږی ٠

 

  

په بيجينګ کښی  د مينګ د سلسلې د د يارلسو قبرونو  جوړښت  په  نان جينګ کښی  د  مينګ د سلسلې  د  ٌ شياو ٌ   له  هديرې  سره  مشابه  دی٠  د  هديرې  د  سيمې  په  منځنی محوری کرښه  کښی د  امپراطور د  عزت  د  ښودلو  مقدسه  لاره  شته ،  د  هديرې د  سيمې  د  لويې دروازې په وړاندی  يوه  لوړه   ډبرينه  ګنبته ولاړه ده  او تر اوسه پوری  څه دپاسه  څلور سوه پنځوس کلن  تاريخ  لری  او ښه ساتل شويدی٠ دا  ډبرينه  ګنبته   له لويو سپينو مرمرو څخه جوړه شوې  او  ورباندی  ډير ښکلی  تصويرونه حکاک   شويدی٠  له ډبرينې ګنبتې  څخه   په  نژدی  ځای کښی  د هديرې  لويه  دروازه  ولاړه  ده ٠  دا  دروازه  د ټولو قبرونو  عمومی دروازه ده ، پخوا د  ژوندی امپراطورانو لخوا د  فقيدو امپراطورانو د  قبرونو د عبادت  دپاره  حتمی لاره  وه٠  له  لويې دروازې  ٍڅخه  د  غرونو  د   عوارضو  له مخی  د هديرې  په شاوخوا کښی ديوالونه جوړ شويدی چه  عمومی اوږدوالی  يی  څه نا څه  څلويښت  کيلومتره دی٠ د ديوال په  اوږدو کښی  لس  کوچنی  دروازې  شته چه  پخوا  پکښی  ګارد  ميشته  ؤ  ترڅو چه  د  قبرونو  امنيت  وساتی ٠ پخوا د  دې  هديرې   په  هر يوه قبر  کښی  د  قبر د  اداره کولو او  د  قبر د  عبادت  د چارو  د  مسئول   مامورينو  استوګنځی  او د  دفاع کوونکو عسکرو  کمپ  موجود  ؤ ٠ اوس  دغه ځايونه  يو کلی  ګرځيدلی دی ٠

                          

 ( عکس :  د  هديرې د  سيمې  مقدسه  لاره  )

       امپراطورانو د خپلو قبرونو د دائمی ساتلو  دپاره  نه  يوازی  زياتی  افسانې  رامنځ  ته  کړې ، بلکه  د دوی   قبرونه  په  دقت سره  بند شويدی٠  نو ځکه  د بيلا بيلو  قبرونو  مځکنی  ماڼۍ  تل  تر  مرموزې  پردی  لاندی  دی٠   پخوا د  مينک د  سلسلې له  ديارلسو قبرونو  څخه   د  ٌ  دينګ لينګ  ٌ  په نامه  قبر  تر ټولو  مرموز  ؤ او  په تيره بيا  د دی قبر  مځکنی ماڼی  هيڅکله  معلومه نه  وه ٠  د  ١٩٥٦ کال  تر مۍ پوری د چين  لرغون پيژندونکو د  ٌ  دينګ لينګ ٌ   قبر  په  خلاصولو  پيل وکړ٠ اوس دا خلاص شوی قبر زيات  سياحان  راجلبوی٠  د  دی قبر  د  مځکنی ماڼۍ  عمومی مساحت  يو زرو  يو سلو  پنځه نوی مربع  متره  دی ٠  ټوله  ماڼۍ  له ډبرو څخه  جوړه شوی  او  له  مخکښنی ، منځنی ،  وروستی ،  ګيڼ او  ښۍ   پنځو تالارونو څخه  عبارت  دی٠  په منځنی  تالار کښی يی  له  سپينو مرمرو څخه  جوړې شوی  دری  لويې چوکۍ  شته،  وروستی  تالار  يی  د  مځکنی ماڼۍ  عمده  برخه  ده او  پکښی  دری  تابوتونه  ايښی دی چه   منځنی  ډير لوی تابوت  د  امپراطور جو لی  پخوانی تابوت  دی او  د دواړو خواوو په  تابوتونو  کښی د ده د  دوو ملکو مړی  کيښودل شوې ٠  د  ٌ  دينګ لينګ ٌ   د  قبر  د  خلاصيدو  په اثر  څه دپاسه  دری زره  قيمتی  تاريخی اثار  ايستل شويدی  چه په دی جمله کښی  زيات رنګا رنګ  ټوکران او  کالی  او  د  سرو زرو  زيورونه  او  له  سرو زرو  او  يشمو څخه  جوړ شوی  سامانونه او چينی باب  شامل دی ٠ دغه قيمتی  شيان  د  چين د  ٌ  مينګ ٌ  د سلسلې  د  مصنوعاتو  د  څيړلو دپاره  ډير ستر  اهميت  لری