د ګوۍ جو د ولايت   له  لرغونی قبرونو څخه د لرغونی سلطنت يې لانګ ٌ  په باب معلومات  ترلاسه شويدی

中国国际广播电台

         

د چين  يو متل  دی چه وايی  د ٌ يې لانګ ٌ  د سلطنت   پاچا  خودپرست دی ٠ دا متل  د څه دپاسه دوه زره  کاله مخکښی د چين په  جنوب لويديځ  کښی د  ٌ  يې لانګ ٌ  په نامه  د  يوه  لرغونی  سلطنت  له  يوې کيسې څخه راغلی دی٠  دا  لرغونی سلطنت د  ګوۍ جو په  لوړ ځای کښی  دوه سوه کاله يو سعادتمن ژوند درلود ، خو ورپسی  په بيړې سره  له منځه ولاړ٠ د  روانې پيړۍ  په پيل کښی  د چين  لرغون پيژندونکو د  چين   د  ګوۍ جو ولايت په اړه د  جانګ هه  د ولسوالۍ  له  لرغونی قبرونو څخه  د دی لرغونی سلطنت  په باب   معلومات  ترلاسه کړيدی٠

      د  ٢٠٠١ کال په  سپتمبر کښی  د چين د  جنوب لويديځې سيمې  د ګوۍ جو د ولايت د  ولسوالۍ جانګ هه  په  علاقه دارۍ ٌ که  له ٌ کښی د  ٌ  يې لانګ ٌ  د سلطنت  د مودې  يو سلو اته  لرغونی قبرونه کشف شوی او  ورڅخه ايستل شوی تاريخی اثار  د  دی لرغونی سلطنت  د کلتور او تاريخ  د  څيړنې دپاره  ډير ستر اهميت لری٠ د ٌ  يې لانګ ٌ  په نامه  لرغونی سلطنت  د چين په  جنوب لويديځه  سيمه کښی د  ملی اقليتونو يو قوی محلی رژيم  ؤ او امکان شته چه  دا سلطنت   له  قبل الميلادی دريمې پيړۍ څخه  تر ميلادی  لومړی پيړۍ  پوری  په  دوه سوو کالو کښی  موجود  ؤ٠  په  قبل الميلادی دوهمه  پيړۍ کښی  د چين  د   ٌ هان ٌ  د سلسلې مشهور تاريخ پوه  سی ما چيان   د  امپراطورۍ  له استازی سره  يوځای  د  چين د  جنوب لويديځ  د ملی اقليتونو  سلطنتونو  ته  مسافرتونه  وکړل٠ ده  <<  د  جنوب لويديځ  د ملی اقليتونو  په باب  د معلوماتو >>  په نامه  تاريخی کتاب کښی وليکل چه  ٌ د  چين د  جنوب لويديځې سيمې له  بيلا بيلو ملی اقليتونو او قبائلو څخه  د  ُ يې لانګ ُ قوت  تر ټولو  قوی  دی،  يو لک  تنه  تکړه پوځيان  لری او  په  سيندونو کښی  د ُ يې لانګ ُ د خلکو زياتې  بيړۍ  تګ راتګ  کوی چه  له دی څخه  د ُ يې لانګ ُ سعادتمنی او سمسورتيا  څرګنديږی٠  د ُ يې لانګ ُ د سلطنت  پاچا  د  هان  د سلسلې  له  استازی سره  د خبرو  په  وخت کښی پوښتنه وکړه چه  ُ  أيا ستاسی د  هان  امپراطورۍ  لويه  ده   او که  زمونږ  د  يې لانګ   سلطنت ؟  ٌ  په هغه وخت کښی  د هان  امپراطورۍ د چين  د  خاورې اکثره برخه  ونيوله،  خو  ٌ يې لانګ ٌ  په  ګوښه  غرنی سيمه کښی  پروت  ؤ،   څرنګه چه د دې سلطنت  پاچا  پر دی باندی پوه  نه و چه  د  ٌ هان ٌ   د امپراطورۍ او  ٌ  يې لانګ ٌ     لوی والی  څومره  توپير لری ، نو  نوموړی  ناپوه  پوښتنه  يی وکړه٠ نو  له هغه وخت  نه  وروسته  ٌ د  يې لانګ خودپرست  چاپا  ٌ  د  تکبر او غرور د   منعکسولو په باب  متل  ګرځيدلی  او  د  خندا  په توګه  راپاتی شويدی٠

       لرغونی سلطنت  ٌ  يې لانګ  ٌ  ډير غنی او په زړه پوری کلتور درلود٠ خو د هغه  له پوپنا کيدو  څخه وروسته  د  اداری سيمو د  بدليدو،  د قومونو د بی ځايه کيدو او د  تاريخی اسنادو د  کموالی په اثر  د  ٌ  يې لانګ  ٌ  د لرغونی سلطنت  تاريخ  تل  نامعلوم  او اسراراميز پاتی شو  او  د چين د ملی اقليتونو د  لرغونی تاريخ  په باب  يوه  داسی کيسۍ  ګرځيدلی ده  چه  حل  يی  لا هم  مشکل دی٠  د لرغونی سلطنت   ٌ  يې لانګ  ٌ  د خاورې  اکثره برخه  د  چين   په نننی ولايت ٌ  ګوۍ جو ٌ  کښی  پرته  وه٠ نو د  دی سلطنت  د تمدن  څيړل د  ګوۍ جو  د ولايت  په اړه  د  تاريخی اثارو او  لرغون پيژندنې د  څانګې  يوه مهمه  دنده  ده٠  د خوښۍ وړ  خبره  دا ده چه د دی ولايت  د  جانګ هه  د ولسوالۍ   په  علاقه دارۍ  ٌ  که  له  ٌ  کښی  له  خلاص شويو  لرغونو قبرونو څخه د مړو د ښخولو په باب د  ٌ يې لانګ ٌ د  لرغونی سلطنت ځانګړی  دودونه  کشف شويدی  چه  دا  په ٢٠٠١ کال کښی  د چين د  لرغون پيژندنې  له  لسو  مهمو نويو  اکتشافونو څخه  شميرل  کيږی٠

     د  جانګ هه  ولسوالی د ٌ که  له ٌ  د علاقه دارۍ لرغونی قبرونه  ډير متمرکز دی او  هر قبر يی  لوی  نه دی  چه  اوږدوالی يی  له درو مترو څخه  کم  دی او  پلنوالی يی  له  يو متر څخه  دومره  زيات  نه دی٠  مګر پکښی د  مړو د  ښخولو  شکل  ډير عجيت  او مخصوص  ښکاری چه  د  هرې مړې سر  په  يوه  هغه مسی ديګ پوښ شو چه  څيره يی  د  ډول په شان ده ، د  ځينو مړو  پښې  هم  په  مسی ديګونو  پوښې شوې او  د ځينو مړو د  مټو  تر څنګه  يوه   مسی  کاسه  کيښودل شويده٠  د  مړو د ښخولو  دغه  خاص  شکل  د چين  په نورو ځايونو کښی  هيڅکله  ندی کشف  شوی  او  د  ٌ  يې لانګ ٌ  د قوم  ځانګړی  دود  ؤ٠  د  ځينو متخصصانو په نظر ،  له دی  څخه  د  ٌ  يې لانګ ٌ  د خلکو  هغه  دودونه  څرګند شوی چه  دوی د  روح ،  ديګ او  ډول  پرستش کاوه٠

       له  نوموړو لرغونو قبرونو څخه   ايستل شويو  مسی شيانو  نه يوازی د  ګوۍ جو په ولايت  کښی د  مسی شيانو په باب  د  کلتور خالی ځای  ډک  کړيدی ، بلکه  څرګند ځانګړی قومی خصوصيتونه يی  د  تاريخی  څيړنې دپاره  ډير ستر اهميت لری٠  د  جانګ هه  د  ولسوالۍ  له خلاص شويو  لرغونو قبرونو  څخه  د  لرغونی سلطنت  ٌ  يې لانګ  ٌ   تاريخ   او  اساسی  معلومات  ښودل شويدی چه  دا  سلطنت  دوه زره کاله  مخکښی  له منځه تللی ؤ ٠ د  متخصصانو په  نظر ،  امکان شته د  لرغونی سلطنت  ٌ  يې لانګ  ٌ  په  باب  د  کيسۍ د  حل  دپاره  کلی د  ٌ  که  له  ٌ  د  علاقه دارۍ  په  لرغونی قبرونو کښی  پټه  وی٠