چينی باب او چين

中国国际广播电台


               

انګلسی کلمې ٌ  چائينا  ٌ   هم  د  هيواد  چين  او  هم  د  چينی باب  معنی لری٠ چين  له  لرغونی زمانې راهيسی   د  چينی باب  د  هيواد  په نامه  ياديږی٠ أيا  چين او  چينی باب  سره  کومه  اړيکی  لری؟

     د  لرغون پيژندنې  له مدارکونو څخه  څرګنديږی چه  پخوانی چينی باب  يعنی د قبل التاريخ  تور چينی شيان  وو، دغه شيان   له  خاورينو لوښو څخه  تر  چينی باب  پوری  يو ډول   انتقالی  شيان وو  چه  هم  د  چينی بابو  خصوصيت يی درلود  او په عين وخت کښی  يی د  لرغونی  خاورينو  لوښو  د  خصوصيتونو  بقايا  هم  ساتل٠ د  چين د قبل التاريخ  تر ټولو لرغونی   تور  چينی شيان  د  چين  د  شمال  د  شان سی د ولايت  په  ولسوالۍ  ٌ  شيا شيان ٌ  کښی د  لونګ شان  د کلتور له  کنډوالی  څخه  کشف  شويدی٠ دغه اثار  تر اوسه پوری  څه نا څه  څلور زره  دوه سوه  کاله  تاريخ  لری٠

       د چين  واقعی چينی باب  د  ختيځ  هان  په سلسله  يعنی  له ميلادی درويشتم کال  څخه تر دوه سوه شلم کاله پوری   لومړی  د چين د جنوبی سيمې  د  جه جيانګ  په ولايت کښی جوړ شول٠ ورپسی  د  چينی بابو  او لوښو د  جوړولو په باب  تخنيکونه  له جنوب  نه   شمال ته  خپاره شول  او  ښه  انکشاف  يی  وموند٠  په دی بهير کښی  يوه ډيره مهمه  پيښه  د  سپينو چينی بابو  رامنځ ته کيدل  ؤ٠ سپين چينی باب  د  تورو چينی شيانو د  انکشاف  نتيجه  وه  چه  د  دوی دواړو  ترمنځ  يوازنی توپير  په  نيمو چمتو شويو  توليداتو او  مينا  کښی يی  د  اوسپنو د تناسب   کميت دی٠  که  په  چينی خاورو کښی د  اوسپنو  تناسب  کم  وی،  چينی باب   به  سپين  ښکاری، که  د  اوسپنو تناسب  زيات  وی،  نو  چينی باب  به  خړ  يا  خړتوربخن  وی٠ د  سپينو چينی بابو  رامنځ ته کيدو  د  چينی بابو  پر انکشاف  باندی  ډيره  ژوره  اغيزه  کړيده٠

       د چين  د  ٌ  تانګ ٌ  او  ٌ  سونګ ٌ  د  دوو سلسلو په موده کښی  يعنی  له  ميلادی لسمې پيړۍ  نه  د  ميلادی  ديارلسمې پيړۍ  تر پيل  پوری  په چين کښی  د چينی بابو او لوښو د جوړولو  مهارتونو  په مدامه توګه  انکشاف  وموند٠ د  ٌ  تانګ ٌ  د سلسلې  دری رنګونه لرونکی چينی شيان  د  دی مودې  يو ډول  رنګارنګ  چينی مصنوعات  ؤ٠ د دغو چينی شيانو د جوړولو دپاره  نيمو چمتو شويو توليداتو ته  سره، شنه او  سپينه  مينا  ورکول کيده  او  د  سوځيدو په بهير کښی  دغه  دری رنګونه  سره  ګډوډيدل  او  دری  رنګونه  يی په  زياتو  رنګونو  بدليدل٠ اوس د دغو ښکلو  چينی شيانو د  جوړولو  له  مهارت  څخه   هم  کار اخيستل کيږی ٠

     د چين  د  ٌ  مينګ ٌ  او  ٌ  چينګ ٌ    دوه  سلسلې يعنی  له  ميلادی  ديارلس سوه اته شپيتم کال  نه  تر  نولس  سوو يوولسم  کاله پوری  د چينی شيانو  د  توليدولو دپاره  ډيره  سمسوره  موده  وه او  پکښی د  چينی شيانو  توليدی اندازه او کيفيت  ډيرې لوړې مرحلې ته  رسيدلی ؤ٠  په همهغه  موده کښی د  چين د  جنوب  ښار ٌ  جينګ ده جن ٌ  د ټول هيواد  د  چينی شيانو   توليدی مرکز ګرځيدلی ؤ او حتی تر اوسه پوری  د چين  تر ټولو  غوره  چينی شيان  لا هم  په  دی ځای کښی  توليديږی٠ له  اتمې پيړۍ څخه  د چين    چينی شيان  خارج  ته  صادر شويدی٠ مخکښی له  هغه نه  د  وريښمو مشهورې  لارې  د چين او خارجی هيوادونو ترمنځ   تجارتی او کلتوری  تګ راتګ  پرانيست او   چين  د  وريښمو توليدونکی هيواد  ګڼل کيده٠  د  اتمې پيړۍ  له پيل  نه  وروسته  خارج  ته  د چين  د  چينی شيانو د  صادريدو  تر څنګه  چين  بيا  د  چينی شيانو د  توليدونکی هيواد په  توګه  په  نړۍ کښی  شهرت  پيدا کړيدی٠

      له  اوولسمې پيړۍ نه مخکښی د چين  چينی شيان  په عمده توګه  أسيايی سيمې ته  صادريدل٠ له  اوولسمې پيړۍ نه  وروسته  د  لويديځې اروپا  د هيوادونو په شاهی کورنيو او  ماڼيو کښی  د  چين د  چينی شيانو  د  راټولو عادت  رامنځ  ته شو او چينی شيان  هم د  اروپايی ټولنې  تر ټولو  قيمتی  تحفه  وګرځيدله او په  اروپا  او نړۍ کښی يی تود بازار درلود٠ د نامکملې احصايی له مخی، په  اوولسمه پيړۍ کښی چين  هر کال  خارج ته  دوه لکه  چينی شيان  صادرول او  په  اتلسمه  پيړۍ کښی يی   هر کال  يو مليون  چينی شيان   پر  خارج  باندی پلورولی ؤ  چه په نيتجه کښی  د چين  چينی باب او لوښې  نړيوال  تجارتی شيان  وګرځيدل  او د   ٌ چائينا ٌ  کليمه  هم  له  چينی باب او لوښې سره  يو ځای په  انګلستان او د اروپا په لويه وچه کښی خپره  شوه او  د  چينی شيانو يو  بل نوم  وګرځيده٠ نو  له هغه وخت  نه  وروسته  ٌ  چائينا ٌ   هم  زمونږ د  هيواد   نوم  او  هم  د  چينی شيانو  نوم  ګرځيدلی دی٠