د هو نان  د ولايت  د   چانګ شا  ښار په  ما وانګ دوۍ  کښی د چين د  هان د  سلسلې  د  لرغونی هديرې  په باب  معلومات

中国国际广播电台

               

د  تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کښی  د چين د جنوب  د  چانګ شا  د  ښار په ماوانګ دوۍ کښی  د هان د سلسلې  د  لرغونی هديرې  خلاصيدل د  چين او حتی  ټولې نړۍ دپاره  يوه  د  حيرانتيا وړ  پيښه  وه٠ د دی هديرې له يوه  قبر څخه  د نړۍ  لومړنی  پوره  ښځينه  مړی ايستل شويدی ٠  که څه هم  دا لرغونی مړی  تر مځکې لاندی  د څه دپاسه  دوه زره کاله مخکښی  خښ شوی ؤ،  خو  د ايستل کيدو په وخت کښی  يی څيره   د ژوندی انسان په شان  وه او  غوښه او پوستکی يی  لا هم  ارتجاعيت  درلود چه  دا يوه عجيبه پيښه وه٠ په عين وخت کښی له نوموړی لرغونی قبر  څخه  زيات شمير ارزښت ناک   تاريخی اثار هم  ايستل شويدی چه  دا  د چين  د  لرغونی متمدن هيواد مرغلره ګڼل کيږی٠

      پخوا د چين د جنوبی سيمې د  هونان  ولايت  د  چانګ شا  ښار  د  ختيځې برخې د شاوخوا سيمو د خلکو په منځ کښی تل  داسی  اوازه  ګرځيدله چه  د  ما وانګ دوۍ په نامه  يو ځای کښی   يو  لوی لرغونی قبر شته٠ په  ١٩٧١ کال کښی کاګرانو په  ما وانګ دوۍ کښی د  تر مځکې لاندی ودانی د جوړولو دپاره  د خاورو د کيندلو په بهير کښی   د مځکې  تر مخ لاندی  څه دپاسه  لس مترۍ کښی د  کريم په شان زياتې  سپينې  خټې وليدلې٠ ورپسی دوی  د  فولادی برمې  په وسيله  د سوری  جوړولو  له لاری  پلټنه وکړه  او کله چه  فولادی برمه  له  سپينو خټو څخه  ايستل کيدله،  له  سوری څخه  يو ډول  بد بويی لرونکی ګاز راپورته شو ، په همهغه وخت کښی يوه  کارګر  له  اورلګيت  څخه  استفاده  وکړه ، نو ګاز  وسوځيده او ابی  اور رامنځ ته شو٠  کارګرو  پر  اور  باندی  اوبه  واچولې،  خو  د ګاز  د قوی فشار په اثر  اور مړ نه شو ،  په  پای کښی  کارګرانو  د هغې کڅوړې  په  وسيله چه له  خټو ډکه وه ، نوموړی سوری  بند  او  اور  يی  مړ کړ٠

     متخصصانو د معاينې او پلټنې  له لاری  په دی پوه شول چه   تر مځکې لاندی  يو لرغونی قبر شته٠  کله چه  مقبره  خلاصيدله، کارګرو  وليدل چه  د مقبرې  په بام  او  د  تابوت  په شاوخوا  کښی  د  څه دپاسه  يو متر په  پنډوالی د  کريمو په شان  سپينې خټې  ډکې شوې او  تر سپينو خټو لاندی  ډير زيات  سوځول شوی  لرګی  يعنی د  لرګيو سکاره  موجود وو چه  وزن  يی څه نا څه  پنځه  کيلوګرامه  ؤ  او  څلور باروړنکی موټرونه  يی  ډک  کړل٠ د  لرګيو د سکرو  له  ايستلو نه  وروسته  تابوت  وليدل شو او  پر تابوت  باندی  له  باڼسو څخه  جوړ شوی  لس ګونه  بورياوې  غوړيدلې وې٠ د ايستل کيدو په وخت کښی دغه  بورياوې ژيړې او  نوی  ښکاريدی، خو  څه دپاسه لس دقيقې  وروسته  سمدلاسه  په  تورو وروستو شيانو بدلی شوی ٠ په مقبره  کښی  څلور طبقې تابوتونه  موجود  وو،  د باندينی  لوی تابوت  اوږدوالی نژدی  اوو مترو ، پلنوالی يی  پنځو مترو او  لوړوالی يی  نژدی درو مترو ته  ورسيده٠

      کله چه  تابوتونه  خلاص شول،  خلک  حيران شول،  ځکه چه  د قبر د خاوندې   مړی   د  ژوندی انسان په شان  ؤ،  دا  مړی  پوره،  څيره  يی  څرګنده ،  ويښتان  يی ځلانده  او  پوستکی  يی  لوند ؤ ، غوښې يی   ارتجاعی  قابليت  درلود  او  د  څلورو  اندامونو  بندونه  يی اړيدلای شول٠  د تشريح  له مخی، د  دې ښيځنه  مړې  بيلا بيلې داخلی غړی  پوره  ساتل شوی ، په  سره غاړه،  ګيده او  نری کولمو کښی يی  د  کدو  څه دپاسه  سل  دانې تخمونه  موجود وو چه له دې څخه  څرګنديږی چه  د  قبر خاونده  د  کدو  د  تخمونو د  خوړلو په  بهير کښی  مړه شوه او  د  مړلو  وخت  يی د  کدو  د پخيدو په  موده  کښی  وی٠  په قبر کښی  يو مهر  موجود و چه ورباندی << ميرمن  سين جوۍ  >> حکاکی شويدی٠ د  معاينې او مطالعې له مخی ،  د  قبر  خاونده په  قبلالميلادی دوهمه پيړۍ کښی خښه شوه او د  چين د لويديځ  هان  د  سلسلې  د پيل  په موده کښی  د  چانګ شا  د  سلطنت  د  صدراعظم  لی څانګ  ميرمن  وه او  سين جوۍ  ونوميدله٠

        د نوموړی  ښځينه  مړې د موندلو په اثر چه   په  څه دپاسه دوه زرو کالو کښی فاسده  فاسده شوی نه دی، ټوله نړۍحيرانه کړه٠ په هغه وخت کښی زيات متخصصان، سياحان، فلم  اخيستونکی او علمی څيړونکی چانګ شا  ته  ولاړل٠ د  مربوطې څانګې  د  احصايی له مخی،  په  ما وانګ دوۍ  کښی د  ښځينه  مړې  له  ايستل کيدو  نه وروسته  په  يوه لنډه موده  کښی  د  چانګ شا  د ښار د ګرځندو  خلکو  شمير د  پخوا  په نسبت  پنځوس زره  زيات  شو٠ د  ميرمن  سين جوۍ  د قبر د  خلاصيدو  نه  وروسته  په  دوو کالو کښی  په شاوخوا  ځای کښی  د  هان  د سلسلې  نور دوه  لوی قبرونه هم  خلاص شول،  د  مطالعی له مخی،  د  يوه  قبر  خاوند د  ميرمن  سين جوۍ  خاوند  او  د چانګ شا  د  سلطنت  صدراعظم  لی څانګ  و ،  د  يوه  بل قبر  خاوند به امکان لری چه   د دوی  زوی  وی ٠  د  چانګ شا  د  ما وانګ دوۍ  له نوموړو درو لرغونو  قبرونو څخه  ډير زيات  تاريخی  اثار  ايستل شوی  او  په دې جمله کښی  کالی، خوراکونه، د چين  عنعنوی  طبی درمل،  لاکی  شيان،  د  لرګيو مجسمې،  د موسيقې  الات ،  خاورينې لوښې،  په وريښمينو ټوکرانو باندی کښل شوی  نقاشۍ  او  د وريښمينو ټوکرانو  زيات  کتابونه  او  د  باڼسو او  لرګيو   زياتې هغې  اوږدې  تختې شامل دی کوم  چه  ورباندی  د  تاريخی اسنادو او  کتابونو  متن  حکاکی شويدی٠ دغه تاريخی اثار د تاريخ  د  څيړنې دپاره  ډير قيمتی ارزښت  لری٠ له  نوموړو قبرونو څخه  څه دپاسه  يو زرو  څلور سوه وريښمين منسوجات  ايستل شويدی ، له دې جملې څخه د وريښمو  دوه    نرم  وريښمن کالی  ډير مشهور دی چه  اوږدوالی  يی له  يو متر څخه اوښتی دی ، خو  وزن يی  يوازی  اته ويشت  ګرامه  دی٠ که  دغه  دوه  وريښمين  کالی  طبقه په طبقه  ونډۍ شوی چه  په  يوه  لاس کښی نيول کيدای شی٠ له دی څخه  څرګنديږی چه  په  قبلالميلادی  دوهمه او لومړی پيړۍ کښی  د وريښمينو ټوکرانو  د  اودلو په برخه کښی  د  چين  تخنيکونه  ډيرې لوړې سويې ته  رسيدلی ؤ٠ د  ما وانګ دوۍ له  لرغونی قبرونو څخه د ايستل شويو  وريښمينو کتابونو او د  باڼسو او لرګيو د  ليکل شويو  تختو محتويات  ډير غنی دی او  مهم اهميت  لری او حتی ځينو يی د چين  پخوانی  زيات علمی نظريات او عنعنوی  نظرونه  بدل کړيدی ٠

      د  چانګ شا  د ما وانګ دوۍ  د لرغونی قبرونو  خلاصيدو  د چين د  لرغون پيژندنې پر ټولنې باندی  ژوره او ليری  اغيزه  کړيده٠ د متخصصانو په نظر، د  دغو قبرونو تر ټولو مهم ارزښت   د يوې  پوره  لرغونی  ښځينه  مړې ،  مکملو تاريخی شيانو او  وريښمينو کتابونو او  د  لرګيو او باڼسو  د  ليکل شويو  تختو ايستل  دی٠ دا  د چين د  لرغون پيژندنې په  تاريخ  کښی  بی ساری او  يوازنی بيلګه ده٠ نو ځکه  د چانګ شا  په ما وانګ دوۍ کښی د  هان  د سلسلې د لرغونی قبرونو خلاصيدل د نړيوالو لخوا  ٌ  په  شلمه  پيړۍ کښی  د چين او نړۍ  د  لرغون پيژيندنې له  مهمو او سترو  پيښو څخه  وشميرل شو٠