د چين د  لومړی امپراطور  له  هديرې څخه  د  مسی کراچی او اسانو د  ايستل کيدو په باب معلومات

中国国际广播电台

         

د  چين د  لومړنی امپراطور  يعنی د  ٌ چن ٌ د سلسلې  د امپراطور  اينګ جنګ  له  هديرې څخه  د  عسکرو او اسونو د خاورينو مجسمو  له  ايستل کيدو  نه  شپږ کاله  وروسته  په  ١٩٨٠ کال کښی  د چين  لرغون پيژندونکو له  دې هديرې څخه  د  کراچی او اسونو مسی مجسمې هم  کشف کړی  چه  يو ځل بيا  يی  نړيوال  ورته  حيران کړل ٠

      لرغون پيژندونکی  ښاغلی  يانګ سيو ده  تر هر چا  نه  لومړی نوموړی  دولتی قيمتی  شيان  پيدا کړل٠  په هغه وخت کښی  ده  د  امپراطور اينګ جنګ د  قبر  له شاوخوا  ديوال  څخه  په  شل مترۍ  کښی د  څيړنې دپاره  برمه کوله، ناڅاپه  يی وليدل  چه  د مځکې تر مخ  لاندی  له  اووه  مترۍ   څخه   په  ايستل شويو خټو کښی د  يوه  ګوته  په  لويوالی  طلايی دانه  موجوده وه٠  کله چه  هغه  طلايی دانه  د  لرغون پيژندنی د برمه کارۍ  مشر  چينګ شوې هوا  ته  ورکړه ،  ښاغلی چينګ شوې هوا  ډير خوشحال شول او  حتی  لاسونه  يی  ولړزيدل٠ ځکه چه د دا ډول اثارو د پيدا کيدو څخه دا څرګنديدله  چه د کراچيو او اسونو هغې مسی مجسمی  چه  لرغون پيژندونکی د هغو د  پيداکولو دپاره  ډير زيات  کوششونه  کړی   ژر به  پيدا شی٠

      د  کراچيو او اسونو د مسی مجسمو د کشفولو کار د  متخصصانو تر لارښوونې لاندی په  بااحتياطه توګه  پرمختګ کاوه او  د  يو مياشتنی  کيندنې په نتيجه کښی دا زيری ورکړ شو چه  تر مځکې لاندی په اووه  اعشاريه  اته  مترۍ  کښی د دووکراچيو، اتو   اسونو او دوو  کراچی چلوونکو مسی مجسمې  موجودی دی٠

      د  مسی کراچيو او اسونو  له  ليدل کيدو  نه وروسته  له  خاورو څخه  د هغو   ايستل يو مشکل کار ؤ، متخصصانو په دی باره کښی دقيق پلان جوړ کړ  او د  سختو کوششونو له لاری يی   دغه  مسی کراچی او اسونه  له خاورو څخه جلا کړی او په ډير احتياط سره  يی راوايستلی٠

      د  دوو کالو له  ترميم  نه  وروسته  نوموړی قيمتی تاريخی اثار  په موزيم کښی کيښودل شوی او  په دی توګه د نوموړو اثارو په ليدو سره  نړيوال حيران شول٠

      د  نوموړو  مسی کراچيو او اسونو  لوی والی  د  ژوندی اس  او  رښتيانی کراچی  له نيمې برخې سره  برابر دی،  خو ډير ښکلی دی ، د  جوړونې تيکنالوژۍ  يی ډيره لوړه  ده او حتی  د  جوړونې  ځينی طريقې يی  د  اوسنيو عالمانو دپاره  لا هم   نامعلومې دی٠