د عسکرو او  اسونو هغې  مجسمې  چه د چين د  ٌ چن ٌ  د سلسلې  د لومړی امپراطور له  هديرې څخه  ايستل شوی ، څنګه  جوړې شويدی

中国国际广播电台

           

په ١٩٨٩ کال کښی د چين  د ټولنيزې علمی اکاډمې لرغون پيژندونکو  د چين  د شمال لويديځ   د  سی ان  ښار د  وۍ يانګ  د سيمې  د  ليو څون  باو د  علاقه دارۍ  په اړه  د  سابو  په  يوه باغ   کښی  د  لرغون پيژندنې د  برمه کارۍ  په بهير کښی  يوويشت  هغې لويې لرغونی بخارۍ پيدا کړې کوم چه  څه نا څه دوه زره  سل  کاله  دمخه  پکښی د عسکرو او  اسونو    مجسمې  سوځول شوې وې،  له  دغو بخاريو څخه  څو زره  خاورينې مجسمې هم وايستل شوې٠  د دغو بخاريو  پيمانه ډيره  لويه  ده او  له دې جملې څخه     دوه  بخارۍ  له  زياتو خاورينو مجسمو څخه  ډکې او  په هره  يوه بخارۍ کښی  دری سوه پنځوس  يا څلور سوه  مجسمې ځای شوې٠  نو په دی حساب  په يوويشتو  بخاريو کښی  يو ځل څه نا څه اته زره  مجسمې  سوځيدای شوې٠

       د  نوموړو  بخاريو او  خاورينو مجسمو  د  پيدا کيدو په اثر خلکو  د  عسکرو او اسونو د  مجسمو د  سوځولو په باب معلومات ترلاسه کړل٠   ټولې خاورينې مجسمې د  قالبونو  په  وسيله  جوړې شوې، خو  د  مخونو غړی  يی  د  سوځيدو  نه مخکښی  بايد  حکاکی شی٠  د  سوځيدو په  بهير کښی    خاورينې مجسمې سرچپه ايښودل شوی چه  دا يو علمی کار دی٠  ځکه  چه  د مجسمو  د  بدن  پورتنی  برخه  د  لاندينی برخې په  نسبت  درنه  ده،  نو ځکه سرچپه درول شی   ډير ثابت کار  دی او  نه  لويږی٠    له دی څخه  څرګنديږی چه  څه دپاسه  دوه زره کاله مخکښی د چين  زحمتکښان   د  ثقل د مرکز  په باب علمی تيورۍ  باندی  پوهيدل٠  د  ٌ  چن ٌ د سلسلې د  لومړی امپراطور له  هديرې څخه  د  عسکرو او اسونو د  مجسمو له  پيدا کيدو نه وروسته  خلکو  د دغو تاريخی اثارو د شکل  له مخی د  اسونو د مجسمو په سوځولو پيل وکړ، خو څرنګه  چه دوی  په  لومړيو وختونو کښی د  سرچپه دريدو په باب علمی ميتود باندی نه پوهيدل  او  د اسونو مجسمې يی  د  ژوندی اسونو په شان   په عادی توګه  ودرولی،  نو د اسونو خاورينې مجسمې د سوځيدو په بهير کښی ولويدلې او  ازموينې  يی څو څو ځله  ناکامې شوې٠ دغه راز د  چين  د  ٌ  چن ٌ   سلسلې   د  خاورينو مجسمو له  جوړونکو کارګرو څخه  غوښتنه وکړه چه   په خپلو  جوړ شويو مجسمو باندی خپل  نوم  حکاکی کړی٠  د دی  مقرراتو  په اثر  د  ډيرو  زياتو  لرغونو  مجسمه جوړنکو    نومونه  مونږ ته  راپاتی شويدی٠