中国国际广播电台
کاغذ پران په چين کې د عنعنوي او فولکلوري لوبو دالاتو څخه
دی او د نندارې ، ساعت تيري
او سپورت رول لري ، دغه راز
هغه د فولکلوري دودونو ،
ساينس ، تخنيک او هنر سره
ټينګې اړيکې لري ٠ پخوا په
چين کې د کاغذ پرانونو د لوبو
دپاره دا معنی ورکړې شوې وه
چې د کاغذ پرانونو د لوبو په
واسطه بدبختي أسمان ته الوځي
٠ د کاغذ پران لوبه د چين په
ګوټ ګوټ کې ترسره کيږي ٠
خصوصأ د چين د شان دونګ ولايت
د وي فانګ په ښارکې يې ډير
شهرت مو ندلی دی ٠
د شان دونګ ولايت د وي فانګ په ښار کې کاغذ پران ډير
لرغوني تاريخ لري ، د وي فانګ
کاغذ پران ډير ښکلې او شکلونه يې
ډير زيات او صورتونه يې په زړه
پوري دي ٠
د بيجنګ کاغذ پران تر اوسه
پوري څه دپاسه درې سوه کاله تاريخ
لري او نمونه يې د توتکي په شان
کاغذ پران دي ،
تصوير
;
په نوموړي تصوير کې دوه توتکۍ سره يوځای شوي او ورباندې
اشرفي ګل کښل شوي دي چې د نيکمرغۍ
معنا لري ٠
|