د نو په نامه اوپرا
中国国际广播电台
 

د نو په نامه اوپرا په چين کې ډير لرغوني تاريخ لري ، ﻻد ميلاد نه د مخه د ١٦٠٠ کال نه تر ١٠٤٦ کاله پوري خلکوبه د شيطانانو او بلاوو د ليري کولو دپاره هرکال د نو په

نامه ننداره  ښودله ، په هغه وخت کې نوموړي ننداره يوازي د دعاکولو دپاره يو ډول مراسم ؤ ٠د کلونو کلونو په  تيريدو سره د نو په نامه ننداره ورو ورو په اوپرا بدله

شوې ده ، لوبغاړي د ننداره کولو په بهير کې پر خپل مخ باندې يو لرګين ماسک کوي  او د ماسکونو څيرې يې شيطان ، ښاپيريو  او رب النوع  ته ورته دي ، لوبغاړي د نندارې د ښودلو په وخت کې هم سندرې وايي او هم نڅاکوي ٠

     اوس د چين په جنوب لوبديځ کې د ګوي جو ولايت په شمال ختيځو سيمو کې د نو په نامه د نندارو زيات کلتوري  اثار هم خوندي ساتل شوي دي  او په زياتو ځايونو کې د نو په نامه اوپرا هم ښودل کيږي ٠