د دي په نامه اوپرا
中国国际广播电台
 

     د دي په نامه اوپرا اوس  د چين په جنوب لويديځ کې د ګوي جو د ولايت په زياتو ځايونو کې ښودل کيږي ٠په تيره بيا د ان شون په سيمه کې نوموړي اوپرا ډيرننداره چيان لري ، د هرکال د چين د عنعنوي پسرلي اختر په ورځو کې د ان شون په کليوالي سيمو کې د دي په نامه اوپرا ليدل کيږي ، په نوموړي اوپرا کې اکثرأ د جګړو منظرې ليدل کيږي ، او په اوپرا کې لوبغاړي هم د جنرالانو په څير ننداره کوي ٠ لوبغاړي  پر مخ باندې  د لرګيو څخه جوړشوي  راز راز ماسکونه  کوي چې د بيلابيلو شخصيتونو نمايندګي کوي ٠ نوموړي ماسکونه په ډير دقت سره حکاکي شوي اوپه ډول ډول  رنګونو  رنګ شوي دي ٠


    
نوموړي دوه تصويرونه د چين د پخواني امپراطوري  په سلسله کې د جنرالانو د څيرو په شکل حکاکي شوي ماسکونه دي ، له نوموړو دوو ماسکونو څخه  د جنرالانو توريالیتوب  او زړه ورتيا څرګنديږي ٠