د چين  پر لرګيو باندې حکاکي شوي کلني انځور
中国国际广播电台
 

      

د چين د پسرلني اختر د نمانځنې دپاره د هرکور په ديوال باندې کلني انځورونه سريښيږي ، دا دود  په چين کې ډير اوږد تاريخ لري  ٠ نوموړو انځورونو ته د کلني انځور نوم ورکړ شوی دی ٠

د چين د سونګ په امپراطوري سلسله کې يعني د ميلاد د٩٦٠ کال نه تر ١٢٧٩ کاله پوري خلکو د لرګينې مطبعې له ﻻرې د کلني انځورونو د چاپولو په کار پيل وکړ ٠ څرنګه چې د مطبعې له ﻻرې  ډير زيات کلني انځورونه چاپيدل  ، نو ځکه د سونګ په امپراطوري دوره کې کلني انځورونو په چټکۍ سره پراختيا وموندله ٠

د کلني انځورونو محتويات د خوښۍ ، نيکمرغۍ ، د تاريخي کيسو ، فولکلوري دودونو او رسم رواجونو سره اړيکې درلودې ٠

د سونګ د امپراطوري سلسلې نه وروسته کلني انځورونه د چين په ګوټ ګوټ کې خپريدل ، او په چين کې د کلني انځورونو د جوړولو درې عمده مرکزونه رامنځته شول چې په دې ډول وو ، د چين د تيان جين ښار د يانګ ليو چينګ د کلني انځورونو د جوړولو مرکز ، د سوجو ښار د تاو خوا وو د کلني انځورونو د جوړولو مرکز او د شان دونګ د ولايت د وي فانګ ښار د يانګ جياو بو د کلني انځورونو د جوړولو مرکز ٠ د شلمې پيړۍ په سر کې چين ته  د لويديځې نړۍ د ډبرينې مطابعې د  مترقي تخنيک د راتګ له امله د چين د لرګينې مطابعې کلني انځورونه ورو ورو کم شوي دي  ٠