په چين  کې  د قيچي په واسطه کاغذي هنر
中国国际广播电台
 

د چين د عنعنوي پسرلني اختر د نمانځنې په ورځو کې د چين په زياتو سيمو کې د قيچي په واسطه د کاغذي هنري شيانو د جوړولو دودونه شته ، په دې وخت کې خلک د قيچي په واسطه د رنګينو کاغذونو څخه جوړشوي راز راز ښکلي تصويرونه پر کړکيو او دروازو باندې  سريښوي ، څو چې  اختر ته د خوښۍ نه ډکه خوښۍ وروبښي ٠

د قيچي په وسيله د کاغذ څخه  د هنري تصويرونو او انځورونو جوړول په چين کې يو ډير عام فولکلوري هنر دی ، د اسنادو سره سم د چين نوموړي  کاغذي هنر ﻻ د زرو کالو نه مخکې رامنځته شوی دی ، دا بالکل يو ډول ﻻسي صنعت دی ٠ هنرمندان کولاي شي چې د قيچي په واسطه ډول ډول مرغان ، ګلان ، حيوانات ، واښه ، شخصيتونه او د اوپرا د لوبغاړو څيرې جوړې کړي ٠ د چين په مختلفو ځايونو کې  کاغذي هنر خپل ځانګړي خصوصيت لري ، اوس په چين کې د قيچي په وسيله  د کاغذي هنري اثارو د جوړولو کارخانې ، هنري ټولنې او نور ځانګړي سازمانونه شته او په زياتو ساحو کې د قيچي په وسيله د کاغذ نه جوړشوي هنري اثار هم ليدل کيږي