د چين په شمال
لويديځ کې د شان شي ولايت د فنګ
سيانګ په ښار کې يو ډول هنري شي
شته چې د خټيو څخه جوړشوي کوچني
ببر دی او د خلکو د ځان سره
ځوړيږي ، نوموړي ببر ډير کوچني
دي ٠ نوموړي ببر ډير محلي هنري
خصوصيت لري ، د نوموړي ببر غټوالی
يوازي د څلورو او پنځو سانتي مترو
ته رسيږي ٠
د
نوموړي ببر د جوړيدو طريقه دا ده
چې لومړي خټي په اوبو لونديږي
بيا له کاغََذي خميرې سره ګډيږي
٠ ورپسي نوموړي ګډ شوي مواد د ببر
په قالب کې اچول کيږي ، کله چې
نوموړي ګډ شوي مواد وچ شي نو
اصلي او نه ښکلي شوي ببر
ترلاسه کيږي ، ددې
نه وروسته پر نوموړي اصلي ببر
باندې رنګين خطونه او ښکلي مختلف
رنګونه نوموړي ببر ته ورکول کيږي
٠ کله چې نوموړي کار خلاص شو نو
يو خاص او ځانګړي شکل لرونکي ببر
جوړيږي ، غوږونه ، خوله او پوزه
يې ډيره غټه ښکاري او پر تندي
باندې يې يو ګل ليدل کيږي ٠د ببر
له دوو غوږونو سره مصنوعي مرغان
، ګلان او نور څيزونه تړل شوي دي
، دغه راز د ببر دواړه بارخوګان د
انارو او شفتالو په ګلانو ښکلي
کيږي ٠
په
نوموړي تصوير کې د خټيو څخه
د جوړشوي ببر څيره وحشي نه
ښکاري برعکس ورڅخه خوشحالي او
نيکبختي معلوميږي٠
|