د ټوکر څخه جوړشوي ببر
中国国际广播电台
 

      

د ټوکر څخه جوړشوي ببر يو ډول د لوبې  اله ده چې د چين په ډير زياتو سيمو کې جوړيږي ٠د چينايانو له نظره  ببر د بدبختۍ د له منځه وړلو او د سوکالۍ  نښه ده

هغه د خلکو شتمني هم ساتلای شي ، د چين د دهقاني جنتري سره سم د هرکال د پنځمې مياشتي په پنځمه ورځ يعني د چين د دوان وو په نامه د عنعنوي اختر په وخت کې خلک د ماشومانو دپاره د ټوکرڅخه ببر جوړوي  يا د سيونګ هوانګ په نامه د يو ډول چيني بوټي څخه جوړشوي پودر د ماشومانو پر مخونو باندې د ببر څيره کاږي ،او معنا يې دا ده چې ماشومان د ببر په شان قوي توريالی او روغ  شي ٠ د ټوکرڅخه  جوړشوي ببران راز راز شکلونه لري ، ځيني يې يو سر ، ځيني يې دوه او څلور سرونه لري ، د ټوکري ببر د جوړولو په وخت کې لومړي د نخي  ټوکر او يا وريښمين ټوکر په واسطه د ببر پوستکی  جوړيږي   او داخلي برخه يې  د لرګيو د پودر څخه ډکيږي ، بيا  پوستکي يې په رنګونو ښکلی کيږي  او پر مخ يې پنځه حواسه هم په رنګ کښل کيږي ٠ د ټوکري ببر سر غټ دی ، خوله ح سترګې او لګۍ يې هم لوي دي ، له دې صورت څخه د ببر تورياليتوب ، معصوميت او ماشومانه څيره  څرګنديږي ٠

     

پرته د دوان وو په نامه له اختر څخه په  پسرلني اختر او نورو جشنونو کې خلک هم بيلابيل شکلونه لرونکي ټوکري ببران جوړوي او ماشومانو ته يې د تحفې په توګه ورکوي  ٠