د يون جيان په نامه د غاړې دستمال

中国国际广播电台

      

د يون جيان په نامه دستمال د چين په پخواني زمانونو کې په بل عبارت د ميلاد  د ٥٨١ کال نه تر ٦١٨ کاله پوري د سوي د امپراطوري په سلسله کې د ښځو د کاليو يو ډول تزيين و ٠ نوموړي دستمال لکه دغاړې دستمال په شان د ښځو په غاړو تاوول 

د چينګ د امپراطوري په سلسله کې نوموړي دسمال په پراخه  ساحه کې مروج و ٠په تيره بيا د نجونو د واده په وخت کې نوموړي دستمال د  نجونو د واده د کاليو يو ډول لازم تزيين ګڼل کيده

          د يون جيان په نامه د غاړې دستمال راز راز شکلونه لري  او په اتو برخو ويشل کيږي ، په هرې برخې باندې ګلان ، بوټي ، مرغان او نور تصويرونه کښل کيږي ٠ د يوه اوږد او ښکلي دستمال د جوړولو دپاره ډير وختونه په کاردي ٠ پر دستمال باندې ګلدوزي شوي انځورونه اوتصويرونه ډير ښکلي او په زړه پوري دي ، د يون جيان په نامه د غاړې دستمال د تصويرونو د ګلدوزي دپاره زيات وختونه او لوړ هنري فنونه په کار دي ٠ 

 هغه انځور چې مونږ يې وينو د چين د خه نان په ولايت کې جوړ شوی او پر نوموړي دسمال باندې شخصيتونه ، ګلان ، مرغان او نور شيان کښل شوي دي ، نوموړي دستمال د يوه ظريف او فولګلوري لاسي صنعتي هنري څيزپه توګه شميرل کيږي ٠