د چين د يي قوم ګلدوزي شوي  بوټان  
中国国际广播电台
 

      

د چين په جنوب لويديځ کې د ملي اقليتونو په سيمو کې د يي قوم کالي ډير ځانګړي او محلي خصوصيت لري او ورڅخه د يي قوم د خلکو  عمر ،  ټولنيزه درجه او نور عنعنوي دودونه څرګنديږي ٠د يي قوم د کاليو او جامو د ګنډلو په هنر کې د ګلدوزي په شمول زياتې طريقې شاملې دي ٠

                                         

   په نوموړي تصوير کې د يي قوم د ښځو ګلدوزي شوي بوټان ليدل کيږي ( نوموړي بوټان لکه دوې کوچنې کښتۍ ښکاري ،  د بوټانو مخکني برخه د چنګک په شان جوړه شوې ده او ورباندې يې سره ، ژيړ او شين ګلان کښل شوي دي ، د يي قوم نجلۍ د واده په وخت کې همداشان بوټان په پښو کوي ٠