خوشبوي لرونکي کڅوړه
中国国际广播电台
 

     خوشبوي لرونکي کڅوړه په چين کې د فولکلوري هنري او لاسي صنعتي توليداتو څخه شميرله کيږي ٠ خلک کولی شي چې ورڅخه په استفادې سره کوچني شيان وساتي او يا د تزيين دپاره يو ډول ښکلي شيان له ځان سره يوسي ٠ نوموړي کڅوړې نه يوازي راز راز ښکلی شکلونه ، بلکې چيني فولکلوري جنبه هم  لري ٠ د چين د دهقاني جنتري  له مخي د هرکال د پنځمې مياشتي په پنځمه ورځ کې  خلک  خوشبوي لرونکي کڅوړې له ځان سره وړي ،  نو کيدای شي چې د بدمرغۍ څخه وژغورل شي ، دغه راز په نوموړو کڅوړو کې د ځينو چيني بوټيو پوډر هم اچول کيږي ، نو د دغو پوډرونو څخه رامنځته شوي خوشبوي د مضر خشراتو د له منځه وړلودپاره کارول کيږي  او په عين وخت کې هغه د خلکو روغتيا دپاره هم ګټورې