سينه بند
中国国际广播电台
 

       سينه بند د چين  په  عنعنوي کاليو کې يو ډول داخلي جامه ده ، شکل يې مربع يا مسطيل دی ، د پاسني برخې دوه کونجونه يې هيسته شوي  او نيمه دايروي شکل لري  ، ﻻنديني برخه يې  د قوس په شکل وي  او يا تيز شکل لري ٠ 

    پر  سينه بند باندې تصويرونه ګلدوزي شوي وي ٠ سينه بند په عمومي توګه د چيت ټوکر څخه جوړيږي  او ورباندې  د نيکمرغۍ  په معنا  نقاشي  او تصويرونه کښل کيږي  ٠ پر ځينو سينه بندونو باندې ګلان ، مرغان ، او د ځينو کيسو پارچې هم ګلدوزي شوي وي او شکلونه يې  ښکلي او په زړه پوري ښکاري ٠