د باي قوم د خلکو کالي او جامې

中国国际广播电台

       

د چين د جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کې د څه دپاسه شلو قومونو خلک اوسيږي ، دوي په ګلدوزي کې لوي ﻻس لري ٠ د دوي له خوا ګلدوزي شوي ټوکران ډير ښکلي او په زړه پوري دي ، د يون نان په ولايت کې د ګلدوزي صنايع د دوو او دريو زرو کالو تاريخ لري ٠ تر اوسه پوري نوموړي صنايع په يون نان کې هم رواج مومي ٠

        د يون نان ولايت د دالي په سيمه کې د باي قوم خلکو تل ګلان په خپله ګلدوزي کې راوړي ، ﻻنديني تصوير د باي قوم د نجونو معمولي کالي دي ٠

  د باي قوم نجلۍ سپين سرپوښ  په سر کوي ، د سرپوښ څلور اړخونه يې لنډې منکولې لري ، ټولې جامې يې د باي قوم د نجونو د کاليو ځانګړي صورت او خصوصيت څرګندوي ٠