د بوټانو تلي

中国国际广播电台

      

د  چين په دودونو کي د کاليو ، خوليو او بوټانود ښکلاکولو دپاره خلک هميشه پر نوموړو شيانو باندې د راز راز نقشونو ګلدوزي کوي او پکې خپلې نيکې هيلې او ښې ارزوګانې څرګندوي ٠

         په نوموړي تصوير کې د بوټانو يوه جوړه تلي ليدل کيږي چي د خواښې لخوا د خپلې نوي واده شوي نږور دپاره جوړشوي دي ، د بوټانو تلي ته سور رنګ ورکړي شوي دي ، سور رنګ  د چين په دودونو کې د خوښي او خوشحالۍ معنا ورکوي ٠د بوټانو پر تليو باندي يو ډول مېوه او د مېوې سره ډيرې زياتې نرې نرې څانګې کښل شوي دي ، او معنا يې دا ده چې  نږور په راتلونکي کي به زيات  ماشومان وزيږوي  ترڅو کورني نسل په نسل  سعادتمنه او سمسوره  شي  ٠ په پورتني تصوير کې د مېوې شکل لکه پتنګ غوندي الوزي ، له دې څخه د خواښې دا مطلب څرګنديږي چې نږور زيات ماشومان وزيږوي او هغوي به روښانه راتلونکي ولري ٠