په چين کې ګلدوزي
شوي ښکلې کڅوړه يو ډول عنعنوي شی
دی ، اکثرأ د کاليو يو ډول تزئين
دي او پکې ځينې کوچني او وړوکي
خوشبوي لرونکي شيان اچول کيږي ،
په زياتو وختونو کي نجونې هغه د
ځان سره تړي ، د کڅوړو شکلونه
بيلابيل دي ، ځيني يې دايروي او
ځيني يې مربع ، مستطيل دي او ځينې
يې د ميوو په شان شکلونه لري ٠
دغه
راز په کوچنيو او وړوکو کڅوړو
باندي راز راز تصويرونه او
انځورونه کښل کيږي ، مثلا د
شفتالو ، نارنج ، انار کډو او د
شبکور او داسي نور انځورونه
ورباندې ليدل کيږي ٠ نوموړي کڅوړې
ښکلې او په زړه پوري دي ،نوموړي
کڅوړې نه يوازي د استعمال وړ دي
بلکې د نجونو لخوا د خپلې مينې
او عشق د څرګندولو دپاره ورځنې
استفاده کيږي ٠
په نوموړي
تصوير کې ګلدوزي شوي کڅوړه ډير
ظريفه او په زړه پوري وي او د کدو
شکل لري ، د نوموړي کڅوړئ پر دوو
مخونو باندې يو شعر هم ليکل کيږي
، د کدو پر منځنې برخې باندې
طلايي منګولې ( شرابې ) تړل شوي
دي ، نو له دې امله نوموړي کڅوړه
نوره هم ښکلې ښکاري ٠
|