د چين  په ولسي نقاشۍ کي ارباب  لومړي برخه  
中国国际广播电台
 

      

په لرغوني زمانه کي د چين هر ښار د اوبو څخه د ډک  خندق  لخوا احاطه کيده څو چه د ښار د اوسيدونکو امنيت وساتل شي ، البته  لومړي شرط يي دا و چه  بايد د  رب تر ساتنې لاندي وي  چه په دي وجه د ښار رب رامنځته شو . د تاريخي اسنادو لمخې د ښار رب لومړي د ښار د دفاع  دپاره د جوړ شوي خندق  څخه را پيدا شو چه په چين کي د ښار د رب لومړي معبد په دوه سوه نهه ديرشم کال کي د چين د ختيځ ښار  وو هو کي جوړ شو  .

 د مين د سلسلې لومړي امپراطور جو يون جان  چه دغه سلسله  له ديارلسو سوو اته شپيتم نه تر شپاړس سوه څلور څلويښتم کال پوري وه ، خلکو ته بلنه ورکړه چه د ښار په رب باندي عقيده ولري . څرنګه چه د ښار رب د دوزخ  د ربانو مشر دی ، نو د ښار د رب په معبد کي د ښار د رب په دواړو خواوو کي د قاضی او ډول ډول شيطانانو مجسمې  ولاړې دي .  هر کال   د پسرلي ، مني او ژمي په فصل کي په ښار کي د خوشحاليو داسي ولسي فعاليت او مراسم پر ځاي کيږي چه د ښار د رب مجسمه  د غښتلو سړو لخوا په پورته کولو سره په ښار کي ګرزي .

 په تصوير کي د ښار داسي رب ليدل کيږي چه ږيره لري او رنګونه يي هم ډير ښکلي دي چه د چاپولو ښه فن  يي څرګندشويدی .