د چين په ولسي نقاشۍ کي ارباب (دريمه برخه )

中国国际广播电台

 

     

 د چين  ډول ډول حرفو خاوندان هم په راز راز ارباب عقيده لري  او د حرفوي کارکوونکي په کور کي او يا ددوي په ورکشاپ ، مغازه او رستوران او نورو کارخانو کي د ځانګړي رب مجسمه درول کيږي او يا د درملو رب مجسمه ولاړه ده ځکه چه  د درملو رب د ناروغيو د ليري کولو توان لري . د درملو ارباب ډير دي چه ځيني يي د چين مشهور ډاکتران او ځيني يي افسانوي شخصيتونه دي . مثلا مشهور ډاکتران سون سي مياو ، بيان چيو، هوا تو، پي تون او لي شه جين .  ليو دون بينګ ، باو شن ، د  وي  درې وروڼه  او نور افسانوي ارباب دي .  

  په نقاشي کي د وي  نومي د درملو رب په داسي حال کي ليدل کيږي چه  په لاسونو کي د دارو ګولۍ دي او  په دواړو خواوو کي يي دوه هلکان ولاړ دي  . ددي نقاشي د چاپولو تخنيک هم ډير ښه دی او د بيجينګ محلي خصوصيت لري .