د شان دونګ د څاو په ولسوالي کي د کاغذ په واسطه  جوړ شوي وسايل

中国国际广播电台

 

عموما د کاغذ څخه جوړي شوي شيان مثلا أسونه  ، د ژوند وسايل او يا کورونه د عبادت کولو او ښخولو په مراسمو کي استعماليږي او په پاي کي سوزي ، دغه خرافات زياتو کلونو نه دمخه رامنځته شول ، خو د کاغذ په واسطه د وسايلو د جوړولو صنف راپيدا شو . د ختيځ  چين د شان دونګ ولايت د څاو  ولسوالي  د عبادت دپاره د کاغذ په واسطه  د جوړ شويو وسايلو نه پرته  په محلي اوپراګانو کي د اکټورانو د جوړولو په برخه کي ډير شهرت لری  چه د دغو اکټورانو سرونه عموما په خاورو  او کالي يي په رنګينو کاغذونو جوړيږي او د دوو درو اکټورانو څخه د يوې اوپرا يوه پرده ترسيميږي .

            

لومړی نقشی لرغونی کيسه

راهب لو جه شن  جنرال لين څون  ته نجات ورکړ

دريمه نقاشی د موږک د لور واده

توريالي جنرال جانګ في


      

په څلورمه نقاشي کي  توريالي جنرال جانګ في  ليدل کيږي چه  د چين د څلورو لرغونو مشهورو ناولونو څخه د درو ملکونو  په نامه په ناول کي تمثيليږي . جوړونکي په چابک ډول د کاغذ په واسطه  د جانګ في زړه ور طبع  څرګندوی . په نقاشي کي ليدل کيږي چه جانګ في په لاس توره نيولې او له څيرې څخه يي ډيره کرکه څرګنديږي .

  لو جه شن  هم د چين د څلورو لرغونو مشهورو ناولونو څخه د جهيل د غاړې په نامه په ناول کي يو داسي راهب دی چه د زړه ورتيا او صراحت خاوند دی او د ظالمانه قدرت څخه ډير نفرت کوي او په  بزګري قيام  کي يو مهم جنرال  و .

  په دوهمه  نقاشۍ کي هغه پيښه ترسيميږي چه  راهب لو جه شن  جنرال لين څون  ته نجات ورکړ چه د ناوړه اشراف زاده د تهمت له امله  له يايتخت څخه بل ځاي ته د تبعيدپه لاره کي په يو ځنګل کي د سوقصد سره مخامخ شو . په نقاشي کي راهب لو جه شن  په حساسه موقع  کي په  امسأ په دوو عسکرو باندي ګوزار وکړ .