چينی باب  او لوښی  ١ 

中国国际广播电台

 

د ډيرو کلونو راهيسی  د چين  په ختيځ  کی  د (( شان دونګ )) ولايت  د (( ځبو))  سيمه  د چينی بابو اولوښو د جوړولو يو مهم  ځای  ګڼل کيږی  او هلته  د چينی بابو  او لوښو د جوړولو  زياتی بټی او داشونه  شته .

         د هنری  ښکلا  په  ساحه کی  د کبانو  تصويرونه ډير دی .  په  چينايی   ژبه   کی  د ماهی اوکب  تلفظ له   شتمنۍ  سره  توپير نه لری  ، نو په دی وجه  کبان د شتمنۍ او بډايتوب  معنی  لری  او د څو زامنو او ژوند  د سلسلی  او دوام  نښه  ګڼل کيږی  .   هغه  غاب  چه  د پاخه شويو کبانو  د ايښودلو لپاره تری استفاده کيږی او  ورباندی په  شين  رنګ کب کښلی  او ښکلی  شوی ، په کليوالی بټی کی   جوړ شوی دی  . پر دغه  ډول  غاب باندی  تصوير په  لاس  کښل کيږی   . د بيلا بيلو بټيو او کليوالی انځورګرانو لخوا جوړ شوی  غابونه  هم بيل بيل  دی  .

        

   (   تصوير     )

نوموړی   غاب  د چين  د شان  دونګ  په ولايت   کی  جوړ او ساتل  شوی  دی  .