د چين په جنوبي سيمه کي ولسي استوګنځي

中国国际广播电台

 

خاورينې ودانۍ هغه ولسي استوګنځي دي چه ديوالونه  يي په خاورو  او ودانۍ يي په خښتو او لرګيو جوړ شويدي  چه دغسي ځانګړي ودانۍ د چين جنوبي ولايت د فو جين ولايت په جنوب لويديځ   کي د که جيا په کليو کي ډيرې ليدل کيږي  ، نو د که جيا د خاورينو  ودانيو په نامه ياديږي .  

   خاورينې ودانۍ ډول ډول ساختماني سبکونه لري ، ځيني يي دايروي ، ځيني يي مستطيل ، ځيني يي بيضوي ، ځيني يي پنځه کونجونه لرونکي  او  نورې ځيني يي ډول ډول  شکلونه لري . دايروي ودانۍ داسي تړل شوي دوه ،  دري  يا څلور پوړيز لسي استوګنځي دي چه د که جيا وګړو لخوا د خپل کلي د دفاع دپاره جوړې شوي دي او بهرني ديوالونه  يي د يو مترو په پلنوالي خاورين ديوالونه دی ، خو ځيني خاوريني ودانۍ دوه ، درې يا څلور حصاري ديوالونه لري . د ودانۍ په انګړ کي يوه څاه  او دروازه  يي يوه ده . د ودانۍ په لانديني پوړ  کي پخلنځي ، په دوهم پوړ کي د غلودانو او زراعتي وسايلو د زيرمې ګدام دی او دريم پوړ يي اوسيدو ځاي دي . په ودانۍ کي دهليزونه خلاص دي او  د کوټې دروازې دهليز ته مخامخې دي .

  

 خاورين ديوالونه   ډير کلک دی ځکه چه د خاورو د کلکولو تخنيک يي ډير لوړ دی . د خاورينې ودانۍ ډيزاين معقول او زيرکانه دی . په يوه خاورينه وداني کي د يوې کورنۍ غړو ګډ ژوند د کورني منطق ، اصل او نسب او اخلاق د ساتلو دپاره ډير اهميت لري . په عکس کي ليدل شوي  خاورينه ودانۍ د پورتنيو خصوصيتونو ښه څرګندونه کوي  .