د چين په عنعنوي اسبابو کي  المارۍ

中国国际广播电台

 

      

 صندوق او المارۍ  د چين د عنعنوي اسبابو څخه د کاليو د ايښودلو وسايل دي چه شکل يي عمومأ مستطيل دی او جعبې لري يا د تختې په واسطه په څو برخو ويشل کيږي . ځيني المارۍ ډيرې جګې ، خو ځيني يي ډيرې ټيټې دي لکه د ټيټ ميز يا چوکۍ سره  برابرې دي . په جګۍ المارۍ باندي صندوقونه تر بام پوري ايښودل کيږي . لنډه دا چه المارۍ ډول ډول دي او رول يي هم بيلا بيل دي .

 په عکس کي داسي ښکلي المارۍ ليدل کيږي چه راز راز نقشونه ورباندي حکاکي شوي ، د اوسني يخچال په شان   شراب ، چاي او  نور خوراکونه پکي ايښودل کيږي ، نه د کاليو د ايښودلو دپاره .  دغه ډول المارۍ د مين په سلسله  کي يعني له  څوارلسمې پيړۍ نه تر  اوولسمي پيړۍ پوري   يوازي د چين د  بډايانو په کورونو کي ليدل کيدې او د عامو خلکو په کورونو کي  کم  ليدل کيدې  .