د وانګ  د کورنۍ  د استوګنځي  برخه ايزې ودانۍ

中国国际广播电台

 

      

د چين د مين او چينګ په دورو کي چه د ديارلس سوه اته شپيتم کال نه تر نولس سوه يوولس کال پوري وې ، د چين په شمال لويديځ  ولايت د شان سي په ولايت کي شتمنو سوداګرانو په خپلو اجدادي ځايونو کي ښکلي کورونه جوړ کړل چه ځيني لوي کورونه لا تر اوسه پوري ښه ساتل شويدي .

  د شان سي ولايت په مرکزي سيمه کي د لين شه په ولسوالي کي د يوې لويي کلا غوندي د وانګ  د لويې کورنۍ استوګنځی شته  چه له خښتو څخه جوړ شوي او عمومي مساحت يي له لسو زرو مربع  مترو څخه زيات دی او په يوه غونډۍ  باندي جوړ شويدي . دغه لوي استوګنځي  زياتې کوټې لري او شاوخوا يي په جګو ديوالونو احاطه شوي او دروازه يي ډيره کلکله او محکمه ده  ، د کلا په شان  لوي کور کي زيات لوي يا کوچني انګړونه هم شته چه اوسيدونکي يي هم بيل وو . په ودانيو باندي تزيين شوي نقشونه ډير ښکلي دي . په لوي انګړ کي وړوکي انګړونه هم شته او  انګړونه د دهليزونو په واسطه  تړل شويدي .

  په عکس کي د وانګ  په استوګنځي  کي يو برج  ،  دهليز ، د انګړ ګردي دروازه او ديوال ليدل کيږي .