د پيشو په شکل اجرکاشی

中国国际广播电台

 

      

 په لرغوني چين کي د ودانۍ په بام  باندي تزيين  ته ډير پام ورکول کيده . د هان سلسلې نه وروسته چه دوه زره دوه سوه کاله دمخه جوړه شويده ، د  کور د بام په منځ  کي د پورته شوي ځاي د دواړو خواوو په سرونو کي د نهنګ په شکل اجراکاشي ايښودل شوي دي ، علت يي دا دی  چه نهنګ  له پوزې څخه اوبه پورته کولي شي معني يي د اور وژل دي ، ورپسې په ډول ډول سلسلوکي په بام کي د کب يا ښامار په شکل اجرکاشي ښکلي شويدي چه معني يي هم د اور وژل دي . پرته د کب او ښامار نه د نورو ژويو په شکل اجرکاشي هم ايښودل شويدي چه د نيکمرغۍ نښه ده .

په عکس کي د پيشو په شکل اجرکاشي د جنوبي چين د يون نان په ولايت کي موندل شويده . پيشو په داسي حال کي  ليدل کيږي چه  خوله يي خلاصه ، سترګې يي برجسته  او په پښو يي هغه لرغوني نقشه نيول شويده چه اته علامې ورباندي حکاکي شويدي .