د کيکونو د جوړولو قالب

中国国际广播电台

 

      

د څوارلسمې پيړۍ نه راپدي خوا په چين کي د اوړو څخه جوړ شويو خوراکونو ډير رواج  موندلي دی  په تيره بيا هغه کيک چه په قالب جوړيږي ، د مني د منځ  په جشن  ، د پسرلي په عنعنوي جشن ، د چين د دهقاني جنتري د پنځمې مياشتې په پنځمه نيټه د دوان وو په نامه د جشن ،  د واده  او د زړو کسانو د زيږيدنې په مراسمو او  يا  نورو جشنونو کي خوړل کيږي ، نو د خلکو لخوا د هر کلي وړ دي  .

  په عکس کي دوه قالبونه ليدل کيږي چه ورباندي د نيکمرغۍ او د عمر د اوږدوالي په باب چينايي خطونه او پورتني شکل يي د شفتالو او لاندني شکل يي د شفتالو د پاڼې غوندي دي. دا ډول قالبونه د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د جياو دونګ په سيمه کي ډير ليدل کيږي په تيره بيا د ين تاي په ناحيه کي په هر کور کي داسي قالبونه شته دي ځکه چه ددې ناحيې خلک د جشن په ورځو کي خصوصأ د  دهقاني جنتري د اوومې مياشتې په اوومه نيټه چه په چين کي د مينې جشن دی ، له اوړو څخه د چياو ګو په نامه يو ډول خواړه جوړيږي  چه دغه خواړه په غوړيو کي پخيږي . د خلکو په خولو نجونی دغه ډول خواړه خوري ، چابکې به شي .