د شان سي د  چياو د کورنۍ  د استوګنځي په هکله لنډ معلومات
中国国际广播电台
 

      

د چين شان سي ولايت د چين د لرغوني فرهنګ او کلتور د سرچينو څخه شميرل کيږي ، د ولسي استوګنځيو کلتور د شان سي ولايت د چي ، لينګ شه او فن يانګ په ولسواليو کي د کلا په شان استوګنځي ډير مشهور دي .

 د چياو د کورنۍ لوي استوګنځی  د شان سي ولايت په مرکزي سيمه د چي په ولسوالي کي پروت دی او دوه سوه پنځوس کاله دمخه جوړ او وروسته څو ځله ترميم شو . د کلا په شان  دغه لوي استوګنځی د  شپږو لويو انګړونو په شمول  نولس کوچني انګړونه او درې سوه کوټې لري او شاوخوا تړل شوي ديوال يي د لسو مترو  جګوالي لري  او له خښتو څخه جوړ شويدي . د دي استوګنځي په لويو يا کوچنيو  دروازو ، کړکيو ، ډبرينو طبقو او نورو ودانيو باندي ښکلي تصويرونه حکاکي شويدي .

  په عکس کي يوه دروازه ليدل کيږي چه د لوي انګړ په دننه کي پرته ده او د دروازې په پورتني برخه کي  په  لرکيو او خښتو باندي حکاکي شوي ښکلي نقشونه تر سترګو کيږي چه له دي څخه  د شان سي ولايت د سوداګرانو هغه خيال څرګنديږي چه نه يوازي زياتې پيسې لري ، بلکي د پوهې خاوندان هم دي .