中国国际广播电台
د چين د لونګ من په نامه ډبرين غارونه د چين په منځني برخه کې
د خه نان ولايت د لوه يانګ
ښار د جنوبي اطرافو په
١٢اعشاريه ٥ کيلومترۍ کې واقع
دي او د لونګ من په نامه د
درې د دواړو غاړو په منځني
برخو کې کښل شوي دي ٠ د اي
شيوي په نامه سيند له دې درې
څخه تيريږي ، دلته شين غرونه
ولاړ دي او رڼې اوبه پکې
بهيږي ٠ هوا يې مناسبه ده نو
د سيلانيانو دپاره يو ډير په
زړه پوري توريستي ځای دی ٠
څرنګه چې په دې سيمه کې د
غرونو ډبرې ډيرې کلکې دي نو
ځکه پخوانيو خلکو په دې ځای
کې ډبرين غارونه وکښل ٠
د
لونګ من په نامه ډبرين غارونه
د چين د ګان سو ولايت د دون
خوانګ د موګاوکو په نامه
ډبرين غارونه او د شان شي
ولايت د داتونګ ښار د يون
ګانګ په نامه ډبرين غارونه د
چين د ډبرينو حکاکيو د دريو
هنري خزانو په توګه ګڼل کيږي
٠
د لونګ من د ډبرينو غارونو د کښلو کار په ميلادي ٤٧١
کال او٤٧٧ کاله کې پيل شوی و ٠ او
د څلورو سوو کالونه وروسته ټول
غارونه پوره وکښل شول ٠ چې تراوسه
پورې يو زر پنځه سوه کاله تاريخ
لري ٠
د نوموړو غارونو اوږدوالی تقريبأ يو کيلومتر دی او تر
اوسه پورې يو زر درې سوه غارونه
خوندي ساتل شوي دي ٠ په دغو
ډبرينو غارونو کې ٢٣٤٥بودايي
طاقچې ، ٣٦٠٠ ډبرينې ليکنې او
کتيبې ، څه دپاسه پنځوس بودايي
برجونه او له ٩٧زرو څخه زياتې
بودايي مجسمې ساتل شوي دي ٠ د
لونګ من له ډبرينو غارونو څخه د
بين يانګ جونګ په نامه غار ، د
فنګ سيان سي او د ګويانګ په نامه
غارونه ډير شهرت لري ٠
د بين يانګ جونګ په نامه ډبرين غار د ميلادي ٣٨٦ کال نه
تر ٥١٢ کاله پورې کښل شوي و چې څه
دپاسه سل کاله يې ونيو٠په دې غار
کې يوولس لويې ډبرينې بودايي
مجسمې ولاړې دي ٠اصلي مجسمه
دساکياموني مجسمه ده دا مجسمه د
څه د پاسه زرو کالو نه مخکې په
ډبرينو حکاکيو په اثارو کې يو
وتلې مجسمه ګڼل کيږي ٠ د اصلي
مجسمې په وړاندې دوه ډبرين زمريان
ولاړ دي ٠ برسيره پر دې په دې غار
کې نور لس بودايي مجسمې هم ليدل
کيږي ، د غار پر ګنبد باندې په
ژوندې توګه ځيني ښاپيرۍ کښل شوې
چې لکه په أسمان کې الوځي ٠
د فونګ سيان سي په نامه غار د لونګ من د ډبرينو غارونو
څخه تر ټولو نه لوي غار دی په دې
غار کې کښل شوي مجسمې د تانګ په
امپراتوري سلسله کې يعني د ميلادي
٦١٨ کال نه تر ميلادي ٩٠٤ کاله
پورې د ډبرينې حکاکۍ د هنري سبک
نمونه شميرل کيږي ، د دې غار
پلنوالی او اوږدوالی په جلاجلا
توګه ديرش متره دي او په دې غار
کې د کښل شويو مجسمو څخه يوه
مکمله هنري ډله جوړه شوې ده ٠د
ټولو ډبرينو مجسمو څخه د لوشي نا
مجسمه يو ډير لطيف او ښکلی اثار
دی ، د لوشي نا بودايي مجسمه
اوولس متره لوړالی لري ، څيره يې
ژوندې ښکاري ، له دې مجسمې څخه بې
حده او لوړه سويه لرونکې هنري
جذبي څرګنديږي ٠
د ګويانګ دونګ غار د لونګ من د ډبرينو غارونو څخه تر
ټولو نه مخکې کښل شوی دی ، او د
ډبرينو مجسموڅخه زيات محتويات
څرګندشول ، په دې غار کې زيات
بودايي طاقچې کښلې شوې ، پر دغو
ډبرينو طاقچو باندې ليکنې هم کښلې
شوې ورڅخه د ډبرينو مجسمو د
حکاکانو نومونه او د مجسمو د کښلو
وخت معلوميږي ٠له دغو ډبرينو
اثارو څخه د څه دپاسه يو زرو کالو
نه مخکې د رسم الخط او د حکاکۍ د
هنر د څيړنې دپاره ډير ارزښتناک
مواد او د چين د رسم الخط په
تاريخ کې يو لوړ څلی ګڼل کيږي ٠
(
تصوير :بين يانګ )
علاوه پر دې د لونګ من په
غارونو کې ډير زيات د رسم
الخط ، موسيقي ، کاليو ، طب
او درمل او ساختمان په باب
اسناد ساتل شوي دي ، نو ځکه
ويل کيږي چې دا د ډبرينې
حکاکۍ دپاره يو هنري موزيم هم
دی ٠
د لونګ من په نامه ډبرين غارونه د ٢٠٠٠ کال د نوامبر په
ديرشمه نيټه د نړيوالو مشهورو
ميراثونو په ليست کې شامل شو٠ د
مربوطې کميټې د ارزيابي سره سم د
لونګ من په ډبرينو غارونوکې حکاکي
شوي مجسمې د څه دپاسه يو زرو کالو
نه مخکې د چين د ډبرينو حکاکيو د
هنر لوړه څوکه ده ٠
|