د غمۍ په نامه غر او د له شان په نامه ډبرينه لويه بودايي مجسمه
中国国际广播电台
 

      

د غمۍ په نامه غر د دا ګوانګ مينګ شان په نامه هم ياديږي او د چين په لويديځ کې د سي څوان د ولايت په منځني جنوب کې واقع دی ٠ د غمۍ غر اصلي څوکه  وان فو دين په نامه ياديږي او لوړوالی يې ٣٠٩٩ متره دي ٠ دا غر د ډيرو ښکلو طبيعي منظرو او بودايي معبدونو د شتوالي له امله د چين په دننه او بهر کې شهرت موندلی دی ،

     د غمۍ په غره کې راز راز بيولوژيکي پيداوررونه  شته ، په دې سيمه کې د نيمې تودې منطقې نباتي سيستم رامنځته شوی دی  او پر مځکو باندې د ځنګلونو د پوښولو ميزان په سلو کې ٨٧ ته رسيږي ، په دې سيمه کې ٣٢٠٠ ډوله نباتات موجود دي چې شمير يې د چين د نباتاتو د عمومي شميرپه سلو کې  لس نيسي چې له دې جملې څخه څه دپاسه سل ډوله نباتات د غمۍ په نامه ټاکل شوي دي ٠ دغه راز د غمۍ په غره کې زيات نادر حيوانان هم شته چې تر اوسه پوري د موندل شويو  حيواناتو شميردوو زرو دريو سوو ډولو ته رسيږي ، دا ځاي د نړۍ د بيولوژيکي سيستم د څيړنې دپاره ډير خاص اهميت لري ٠

      د غمۍ غر د هغو څلورو مشهورو غرونو څخه دی چې زيات بودايي معبدونه پکې موجود دي ، د بودايي دين د خپريدو او د معبدونو د جوړيدو له امله د غمۍ غر ته زياته اعجازي جنبه ورکړه شوېده ٠، بودايي کلتور د غمۍ غر د تاريخي کلتور اصلي برخه تشکيلوي ، په دې غر کې بودايي وداني ، سامان الات ، بودايي مراسم ، موسيقي ، نقاشي او انځورونه د مذهبي کلتور يو ښکاره څرګندوي دي ٠

   د غمۍ په غر کې د زياتو معبدونو څخه د باو ګو ، وان نيان او جين دين په نامه اته لوي معبدونه ډير شهرت لري ٠

  

د له شان په نامه لويه ډبرينه بودايي مجسمه د غمۍ غره په ختيځه لمن کې د شي لوان په نامه څوکه کې واقع ده ، پخوا نوموړي مجسمې ته د ميله په نامه  بودايي مجسمه يا د خوشالۍ بوداي مجسمه ويل کيده ، د چين د تانګ په امپراتوري دوره کې يعني په ميلادي ٧١٣ کال کې د نوموړي بودايي مجسمې د کښلو کار پيل شو او د نوي کالو نه وروسته دا مجسمه بشپړه شوه ٠د نوموړي مجسمې تر شا غر او وړاندې يې سيند دی ، نوموړي مجسمه په نړۍ کې د موجودو ډبرينو مجسمو څخه ډيره لويه مجسمه ده ، ددې مجسمې په باب يوه اصطلاح شته چې وايي غر يوه بودايي مجسمه ده او مجسمه يو غر دی ، دا يوه ناسته بودايي مجسمه ده ، اوږدوالی يې يو اويا متره دی ، د سر لوړوالی يې يوولس اعشاريه اوه متره ، د اوږو پلنوالی يې ٢٤ متره ، د غاړې اوږدوالی يو اعشاريه اوه متره او د مخ پلنوالی يې اوه اعشاريه اته متره او د پښې د شااوږدوالی يې لس اعشاريه ٩٢ متره دی  د پښې پرشا باندې يې سل تنه کسان کښيناستلی شي ٠او د پښې پر يوې ګوتې باندې يې څه دپاسه لس تنه کسان ځاييږي ٠ د له شان بودايي ډبرينه مجسمه د تانګ امپراطوري سلسلې د کلتور ستر سبک منعکس کړی دی د بودايي مجسمې په دواړو خواوو کې څه دپاسه ٩٠ طاقچې  شته دي چې پکې رنګارنګ کوچني مجسمې هم حکاکي شوي دي ٠

     د غمۍ غر او د له شان لويه مجسمه خاص او ځانګړي جغرافيه يي موقعيت ، ښکلي او اعجازي منظرې ، ښه بيولوجيکي چاپيريال لري ، په تيره بيا په دې سيمه کې ډير زيات نباتات او حيوانان شته چې پکې نادر او له منځه تللو سره مخامخ حيوانات  زيات پيداکيږي ٠ د غمۍ په غر کې موجود طبيعي او کلتوري ميراثونه ډير لوړ تاريخي ، علمي او توريستي ارزښت لري ، هغه د انسانانو د خزانو يوه مهمه برخه تشکيلوي ٠

     د غمۍ غر او له شان بودايي مجسمه د نړۍ د کلتوري او طبيعي ميراثونو د انتخاب د معيار سره سم په ١٩٩٦ کال کې د نړيوالو ميراثونو په ليست کې داخل شول ، د نړيوالو ميراثونو د انتخابي کميټې د ارزيابي له مخې په ميلادي لومړې پيړۍ کې د سي څوان په سيمه کې د غمۍ غر پر سر باندې لومړي بودايي معبد جوړشو٠ د کلونو کلونو په تيريدو سره نور بودايي معبدونه هم جوړشول ،په دې وجه دغه ځای په چين کې د بودايانو د عمده او اصلي مقدس ځای په توګه هم ګرځيدلی دی ٠