د لي جيانګ په نامه لرغوني ښار
中国国际广播电台

     

د لي جيانګ ښار يو زوړ او لرغوني ښار دی او د چين په جنوب لويديځ کې د يون نان ولايت د لي جيانګ د ناشي قوم په خودمختاره ولسوالی پورې اړه لري ٠ لي جيانګ ښار په ديارلسمه پيړۍ کې جوړ شو او د سمندر د سطحې نه د دوو زرو څلور سوو مترو په  لوړځای کې واقع دی ، هغه د ناشي قوم يو کلتوري او لرغوني ښار هم دی ، اوس ددې ښار عمومي مساحت له ديرشو زرو مربع مترو نه اوښتی دی او شپږ زره دوه سوه کورنۍ پکې اوسيږي چې د خلکو شمير يې تقريبأ درې لکه تنه دي ، ددې جملې څخه په سلو کې له پنځوس نه زياته برخه يې د ناشي قوم خلک دي ، ددې ښار د اوسيدونکو په سلو کې ديرش د ژيړې او سپينو زرو نه سامان الات جوړوي او څرمني توليداتو او د ټوکرو د اوبدلو په شمول د عنعنوي لاسي صنايعو او تجارت په فعاليتونو لاس پوري کوي ٠

                                تصوير : د لي جيانګ په نامه د لرغوني ښار د کورونو منظره

 

د لي جيانګ په ښار کې واټونه او لارې ټولې د غره د تمايل سره سم د سيند په غاړه کې د سرو ډبرو په واسطه جوړې شوې ، د اورښت په موسم کې يې لارې او واټونه خټي نه کيږي او په وچه هوا کې د واټونو نه دوړې هم نه پورته کيږي ، د ښار په مرکز کې يو ډبرين ډګر شته چې سي فانګ جيې نوميږي او مساحت يې تقريبأ سل مربع متره دی ، دا ډګر د لي جيانګ ښار د واټونو سرچينه ده ٠ ددې ميدان له څلورو کونجونو څخه د ښار څلور اصلې لارې غزيدلې دي ، د دغو څلورو اصلي لارو په اوږدو کې نورې فرعي لارې او واټونه رامنځته شوي او ورڅخه ددې ښار د لارو شبکه جوړه شوې ده ٠ د لارو او واټونو په دواړو غاړو کې زيات لوي او کوچني دکانونه شته او د محلي اوسيدونکو د ژوند ورځني اړتياوې او د سيلانيانو د سوداګري غوښتنې پوره کولای شي ٠

 

د لي جيانګ په نامه لرغوني ښار

 د لي جيانګ په نامه د لرغوني ښار شړک

  

د يو خه په نامه سيند د لي جيانګ  له منځ څخه تيريږي ، پر دې سيند باندې څه دپاسه درې سوه پنځوس لوي او وړوکي پلونه جوړشوي اود شکلونه يې هم بيلابيل دي ٠ ځينې پلونه ډبرين او ځينې يې لرګين دي ٠ د دغو پلونو اکثريت د څلورو او پنځو سوو کالو نه مخکې جوړشوي دي ،د لي جيانګ ښار په هرځای کې د ناشي قوم لرغوني ليکنې ليدل کيږي او لرغوني موسيقي يې هم اوريدل کيږي ٠د ناشي د قوم خلک د دونګ با په نامه دين باندې عقيده لري ، د دونګ با په نامه کتاب کې چې د ناشي قوم په لرغوني لغتونو او کلمو ليکل شوي دي ددې قوم تاريخ ، دين ، فلسفه ، طب ، ادبيات ، هنر او رسم او رواجونه لوستل کيږي ، نو ويل کيمږي چې دا کتاب د ناشي قوم يو دايره المعارف دی ٠

 

                                تصوير : د لي جيانګ په نامه د لرغوني ښار ښکلی منظره

 

د لي جيانګ ښار ته نژدې يو کلی شته چې يو شوي ځای نوميږي ٠په دې کلې کې د دونګ با خاص کلتوري بڼه معلوميږي ، په دې کلي کې د ناشي د قوم هغه ډيرپخواني کورونه ليدل کيږي چې څو سوه کال لرغوني تاريخ لري او د پخوانيو خلکو د ژوند او د زده کړې شکلونه يې هم خوندي ساتل شوي دي ، هرکال په دې ځای کي خاص مذهبي مراسم ترسره کيږي ، نوموړي مراسم د دونګ با خوي په نامه ياديږي  ٠د ١٩٩٧ کال د دسمبر په مياشت کې  د لي جيانګ ښار د خپلې رښتيني او لرغوني بڼې او د زياتو قومونو او کلتوري خصوصياتو په لرلو سره د ملګرو ملتو د يونسکود سازمان لخوا د نړيوالو کلتوري ميراثونو په ليست کې ثبت شوی دی