د هوانګ شان په نامه غر
中国国际广播电台

      

 په چين کې يوه اصطلاح  شته چې وايي که چيري د هوانګ شان د  غره سيل دې کړي وي نو لازم نه دی چې د چين نور غرونه وګوري ٠ له دې اصطلاح څخه دا څرګنده شوي چې د هوانګ شان د غره  منظرې بيخي ښکلې او په زړه پوري دي ٠

      هوانګ شان غر د چين په منځني برخه  کې واقع دی او د غره په شمول د منظره لرونکي سيمې مساحت يې  يو زرو دوو سوو مربع کيلومترو ته رسيږي ، په دې سيمه کې اورښت او غبار زيات دي ٠

د هوانګ شان په غر کې څلور منظرې د ليدو وړ دي ، لومړي == جلغوزې دي ، په

دې غر ه کې د لس زرو نه د زياتو جلغوزو عمر له سلو کالو نه اوښتی دی ، په تيره بيا د يو نيوي په نامه د غره په څوکې باندې هغه  جلغوزې چې د ميلمنو د هرکلي  په نامه ياديږي د هوانګ شان و غره يوه نښه ده ،٠ دوهم د هوانګ شان دغره  عجيبې ډبرې د ليدو وړ دي ، دريم د وريځو سمندر ، څرنګه چې د هوانګ شان غر هوا ځانګړي خصوصيت لري نو ځکه  د غره لمن د وريځو او غبار لخوارا چاپيره شوي  او د غره  څوکې يې کله  کله له وريځو او غبارو څخه ډکې ليدل کيږي او کله د وريځو او غبارو لخوا پټيږي  ٠ څلورم په دې غر کې د متعدلو اوبو لرونکي فوارې ډيرې ليدل کيږي

      د هوانګ شان په غره کې  دنوموړو څلورو خاصو منظرو څخه پرته  نور نباتات هم زيات دي چې له دې جملې څخه د هوانګ ماوفنګ په نامه چاي په چين کې ډير شهرت لري ٠  د هوانګ شان په غر کې زيات  ځنګلونه او قيميتي حيوانات هم شته ٠

                          تصوير : د هوانګ شان په نامه د غر د وريځ سمندر

 

د طبيعي منظرو نه علاوه د هوانګ شان په غر کې زيات او ژور کلتوري بڼه ښکاري ، د چين په پخواني تاريخ کې بې شميره شاعرانو ، نقاشانو او نورو هنرمندانو د هوانګ شان د غره د ښکلو منظرو د پاره ډير شعرونه ، نقاشي او نور هنري اثار خلق کړي دي ،

    د هوانګ شان غر د ځانګړو طبيعي منظرو او کلتوري بڼې په اثر هغه په ١٩٩٠ کال کې د نړۍ د طبيعي او کلتوري ميرانو په ليست کې شامل  شوی دی