中国国际广播电台
د چين لوي ديوال د نړۍ د اوو عجائبو څخه دی ، په رښتيا هم کله
چې نړۍ د نوموړي ديوال جوړښت
، اوږدوالی ، عظمت او لرغوني
تاريخ ته ځير شي نو ګوته په
غاښ پاتي کيږي او جوړونکو او
ساتونکو ته يې افرين وايي ٠
د چين لوي ديوال په پخوانيو زمانو کې يوه ستره نظامي او
دفاعي پروژه وه ، نوموړي لوي
ديوال د چين په خاوره کې څه دپاسه
اوه زره کيلومتره اوږدوالي لري
٠په ١٩٨٧ کال کې د چين لوي ديوال
د نړيوالو ميراثونو په ليست کې د
ملګرو ملتو د يونسکو لخوا شامل
شو٠
د دغه ستر ديوال جوړول د ميلاد نه دمخه په اتمه او اومه پيړۍ
کې د چين د اوو ګونو حکومتونو
د واکدارانو چي ، څو ، يان ،
هان ، جاو ، وي او چين په
زمانو کې پيل شوی دی چې د
نوموړي ديوال د جوړولو څخه يې
هدف د دښمنانو په وړاندې دفاع
وه ، وروسته بيا د ميلاد نه
دمخه په ٢٢١ کال کې د چين
سلسلې پر هغو اوو حکومتونو
باندې بری وموند او د بري نه
وروسته د چين لومړي امپراطور
چين شي هوانګ ټوټه ټوټه
ديوالونه سره يوځای کړل او
هغه يې د چين لوي ديوال
ونوماوه چې اوږدوالی يې پنځه
زره کيلومترو ته ورسيد٠
د ميلاد نه دمخه په دوهمه پيړۍ کې د (( خان )) د سلسلې
امپراطور ((وو ))د نوموړي چار
چاپير بل ديوال ودان کړ چې
اوږدوالی يې لس زروکيلومترو ته
ورسيد او جوړولو کار يې زر کاله
وخت ونيوه چې بيا د (( مين )) د
امپراطوري په سلسله کې يې په
دوامداره توګه د ودانولو کار
پرمخبيول شو چې دوه سوه کاله وخت
پري تير شول ، ددې ديوال اوږدوالی
د چين د لويديځ له وروستي برخې د
چين د ګان سو
ولايت د (( جيا يوګوان ) ) په نامه له دروازې څخه پيل کيږي
بيا تر ختيځې پورې د شان هاي ګوان
په نامه دروازې پورې دوام مومي چې
په دې توګه يې اوږدوالی ٦٣٥٠
کيلومترو ته رسيږي او هغه ديوال چې د اصلي ديوال ترڅنګ ودان
شوي و په تدريجي توګه ويجاړ او له
منځه ولاړ ٠
د
لوي ديوال جګوالی يې لس متره
او پلنوالی يې پنځه متره دی ،
په پخوانيو زمانو کې پوځيان
پر لوي ديوال باندې د تيري
کوونکو سره جګړه کوله ٠
که څه هم اوس لوي ديوال د يو
نظامي سنګر په توګه رول نشي
لوبولی ، مګر ساختمان يې د ستاينې
وړ دی ، لوي ديوال ډير ستر تاريخي
او کلتوري اهميت او توريستي ارزښت
لري ، په چين کې خلک وايي څوک چې
لوي ديوال ته نه رسيږي ، نو هغه
ته به اتل نه ويل کيږي ٠بې شميره
چيني او خارجي مسافرين پر دې وياړ
دی چې د لوي ديوال جګ ځای ته
ورسيږي ٠ لوي ديوال اوس د چيني
ملت د ملي روحيې د څرګندولو دپاره
يوه نښه ګڼل کيږي
|