د دوين هوانګ ښار د موګاوکو په نامه غارونه
中国国际广播电台

      

د موګاوکو په نامه غارونه چې د چين په شمال لويديځ کې د ګان سو ولايت  د دوين هوانګ ښار په جنوب ختيځه سيمه کې واقع دی او په نړۍ کې ترټولو نه ډيرزيات غارونه او پکې يې د بوديزم هنري اثار په ډير ښه شان سره ساتل شوي دي ٠ د نوموړو غارونو ډله  د څه دپاسه اوو سوو غارونو څخه عبارت دي ٠او په ١٩٨٧ کال کې د ملګرو ملتو د يونسکو د سازمان لخوا د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی ٠

د موګاوکو په نامه د غارونو د کيندلو کار  په ٣٦٦ ميلادي کال کې پيل شو، تر اوومې پيړۍ پورې يعني د چين د تانګ د امپراطوري سلسلې پورې د موګاو کو د

غارونو شمير څه دپاسه زرو ته ورسيد، ځکه چې په نوموړو غارونو کې د بوديزم لرغوني اثار او مجسمې موجودې دي،  نو خلکو ورته د بوديزم د زرو غارونو نوم ورکړ ٠

اوس له دغو اوو سوو غارونو څخه په نژدې پنځو سوو غارونو کې دوه زره رنګينې مجسمې اود پنځوسو زرو مربع مترو په ساحه  ديوالي انځورونه او نقاشي راپاتي دي ، دغه غارونه د ميلاد د څلورمې پيړۍ نه تر څوارلسمې پيړۍ پورې په زرو کالو کې د چين د زيارکښو خلکو لخوا جوړ شوي او په غارونو کې تقريبأ د پنځه څلويښتو زرو مربع مترو په ساحه ډيرې ارزښتناکې او رنګينې ديوالي نقاشي او انځورونه او دوه زره سل دانې مجسمې ليدل کيږي چې اکثريت يې په بوديزم پوري اړه لري ٠

 

  نوموړي ديوالي نقاشي او انځورونه او مجسمې خپل ځانګړي شکل لري او هنري سويه يې هم ډيره لوړه ده ، د موګاوکو په غارونو کې نقاشي او مجسمې د څلورمې پيړۍ نه تر څوارلسمې پيړۍ پوري د چين د نقاشي او حکاکي ډير ښه څرګندوي دي ٠ دغه راز په ١٩٠٠ کال کې څيړونکو د موګاوکو په يو غار کې يو پټ غار هم کشف کړ او پکې يې د کتابونو او ګلدوزي په شمول  څه دپاسه پنځوس زره جلده تاريخي او قيمتي  اسناد پيدا کړل ، د دغو اسنادو محتويات د چين د ديني کلتور ، د عوامو خلکو د کلتور او د چين او لويديځ ترمنځ د کلتوري تبادلې سره اړيکي لري ٠ له دغو اسنادو او کتابونو څخه د لرغوني ټولنې په اړوند د خلکو معلومات نور هم زيات شوي دي ٠

 

  

 

 

  د ميلاد د څلورمې پيړۍ نه تر اوسه پوري څه دپاسه يو زرو شپږ سوه کاله تير شوي، خو د موګاو ګو په غارونو کې سره له دې هم د ديوالي نقاشيو او انځورونو ډيره برخه همداشان  خپلې ښکلي رنګينې مجسمې يې هم په ښه شان سره خوندي ساتل شوي دي ٠

       د چين د کلتورد قيمتي خزانې په توګه د چين حکومت تل د نوموړي غارونو د ساتنې کارونو ته ډيره پاملرنه ورکوي د لرغوني او قديمي اثارو د ساتنې دپاره د چين حکومت د موګاوکو د غارونو په مخ کې د دون هوانګ د هنري اثارو د ايښودلو دپاره يو مرکز جوړکړی او پکې يې د د اصلي اثارو کاپي د نندارې دپاره اښي دي ٠