پينګ ياو پخواني ښار
中国国际广播电台

      

د پينګ ياو ښار د چين په منځنې برخه کې د شان شي ولايت د مرکز تاي يوان ښار په جنوب لويديځ کې پروت دی او د چين د تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو څخه دی ، دا ښار د ٤٠٠٠ کالو نه مخکې جوړشواو د لوړو ديوالونو لخوا احاطه شوی دی ، د ښار ديوالونه مربع شکل لري ، د ديوالونو لوړوالی ١٢ متره او پلنوالی يې پنځه متره دی ، د ښار په څلورو کونجونو کې پر ديوالونو باندې څلور برجونه ولاړ دي ، پخوا دا ښار د يوه کوچني رود په واسطه احاطه شوی و ، د رود ژوروالی او پلنوالی څلور متره و ٠ د پينګ ياو ښار عمومي مساحت يوازي څه دپاسه دوه مربع کيلو متره دی ، خو څرنګه چې دا ښار په پوره توګه پخواني شکل ساتلی دی  او دښار په دننه کې ډير پخواني هستوګنځي او دکانونه موجود دي  نو ځکه پينګ ياو ښار په ١٩٩٧ کال کې د ملګرو ملتو د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د مشهورو کلتوري اثارو د نومونو په ليست کې شامل شو٠پينګ ياو ښار نه يوازې د خپل پخواني شکل په درلودلو سره شهرت موندلی بلکې په دې ښار کې موجود پخواني هستوګنځي او دکانونه چې د سل ګونه کاله مخکې جوړ شوي دي بي شميره سياحان ځانته راجلبوي٠

 

 

  

د پينګ ياو په ښار کې دکانونه ډير دي او خپل پخواني شکل يې هم ساتلي دي ٠ د هردکان په مخکي سره فانوسونه ځوړند دي ، سوداګري يې هم ګرمه ښکاري ، يوې فرانسوي سياحې ميرمن سوفي خبريال ته وويل زه ددې ښار سره ډيره علاقه لرم ، کله چې په دې ځای کې شاوخوا ته ګورم زياتې محلي او ځانګړي منظرې ماته رابريښي ٠

    

 

  د پينګ ياو په ښار کې يو ځای هم د ليدو وړ دی ، هغه د پخوانيو پيسو د حوالې او بدلون دپاره يوه بنګاه وه چې  ژ شينګ چانګ نوميده او په پخواني چين کې يې ډير شهرت درلود، دا بنګاه د چين لومړنی ابتدايې بانک و ، څرنګه چې د سلو کالونو نه مخکې  په چين کې به خلکو سپين زر دپيسو په توګه په ژوندانه او سوداګري کي استعمالولو ، ځکه چي سپين زر د ځان سره د وړلو دپاره اسان کار نه و ، نو د شان شي ولايت هوښيار سوداګرچې  لۍ فو تاي نوميده په ١٨٤٢ کال کې د پول د حوالې او بدلون دپاره د چين لومړني بنګاه جوړه کړه او هغه ته يې د ژ شنګ چانګ نوم ورکړ ٠دا د چين د بانکي چارو د اداره کولو دپاره لومړني او ابتدايي بانک ګڼل کيده ٠په هغه وخت کې د چين په بيلابيلو ځايونو کې د ژ شنګ چانګ څه دپاسه سل نمايندګي جوړې شوې ٠ د دغو بنګاهو دجوړيدو له امله د سوداګري دپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې ، سوداګرانو يوازې د ژ شينګ چانګ د بنګاه او ددې بنګاه د نمايندګي لخوا ورکړشوي حواله نامه به له ځان سره وړله نو د چين په زياتو ځايونو کې د ژشينګ چانګ په نمايندګيو کې سپين زر اخيستلي شول ٠

 

 

  اوس د پينګ ياو ښار پخواني ديوال  پخوانی ښار او نوی ښار جلاکړی دی ، د ديوال په دننه کې د پينګ ياو د پخواني ښار صورت ساتل شوی او د ديوال په بهر کې يې نوي او عصري ښار ليدل کيږي ٠