中国国际广播电台
د تيان تان په نامه وداني د چين د مرکز بيجنګ ښار په جنوب ختيځ
کې پروت دی ، د تيان تان په
نامه محراب د جوړيدو کار په
١٤٢٠ ميلادي کال کې پيل شو،
او د جوړيدو کار يې ١٤ کاله
وخت ونيو ، تيان تان د يو
شمير پخوانيو ودانيو څخه
عبارت دی چې عمومي مساحت يې
دوه مليونه اوو لکو مربع مترو
ته رسيږي ، دا مساحت د بيجنګ
د شاهي ماڼيو يعني د ګو ګونګ
په نامه د ماڼيو په مقايسه
دوه چنده هم زيات دی ٠
تيان تان پخوا د أسمان د دعاکولو محراب و ، په پخوانيو
امپراطوري دورو کې د مينګ او چينګ
په امپراطوري سلسلو کې هر
امپراطور به هرکال د أسمان د
دعاکولو دپاره د تيان تان محراب
ته تله او هلته به يې د أسمان د
دعاکولو مراسم پرځاي کاوه ٠ څرنګه
چې پخوانيي امپراطور خپل ځان د
أسمان د زوي په توګه ګاڼه ، نو
دوي د أسمان ډير اخترام درلود ،
دوي نه يوازي په دې ځای کې د
أسمان دعاکوله بلکمې د ځمکې دعا
او هيله يې هم کوله چې هرکال د
غلودانو ښه حاصلات لاسته راوړي ٠
د تيان تان معبد د دوو طبقو مربع ديوالونه لري چې
أسمانيي معبد يې چاپير کړی دی ٠
د تيان تان د عمده و ودانيو
اکثريت په داخلي ديوال کې واقع دی
، له دغو عمدهو ودانيو څخه يوه
وداني چې چي نيان ديان نوميږي
خاص د أسمان او ځمکې د دعاکولو
دپاره جوړه شوې ده ٠ دا يوه لوړه
او دايروي وداني ده چې لوړالی يې
٣٨ متره او قطر يې ٣٠ متره دی ٠
ددې ودانۍ په يوه ليکه کې د جنوب
څخه شمال ته د ٣٦٠ مترو په
اوږدوالي د پراخو لارو سره نښلې
او ددې څرګندونه کوي چې أسمان ته
د رسيدو په خاطر بايد اوږده لاره ووهله شي ٠ د چي نيان ديان په
نامه وداني د دريو طبقو پر ډبرينو
بنسټونو باندې ولاړه ده ، ټوله
وداني يې دايروي شکل لري ، د
ودانۍ بام يې د شين لعابدار کاشيو
په واسطه جوړشوي او داخلي برخه يې
ځانګړي جوړښت لري ، د لرګيو څخه
جوړې شوې ٢٨ لويې او لوړې ستنې
ددې غټې ودانۍ تکيه کوي ، ټوله
وداني په پوره عظمت او ښکلا جوړه
شوې ده چې د أسماني معبد ځلانده
څيره يې له ورايه څرګنديږي
٠نوموړي وداني د تالندې او بريښنا
د رالويدو له امله سوځيدلې وه او
په ١٨٩٠ ميلادي کال کې بيا جوړه
شوه ٠ دا وداني د چين خاص او
ځانګړي ساختماني سبک څرګندوي ٠
په ١٩٩٨ کال کې د چين د تيان تان په نامه معبد د نړيوالو
ميراثونو په ليست کې ثبت شو ، د
نړيوالو ميراثونو د ټاکل کيدو
کميټې دتيان د ارزيابي په وخت کې
وويل تيان تان په نامه معبد نه
يوازي د چين په ساختماني تاريخ کې
مهم مقام نيولی بلکې د نړۍ په
ساختماني هنر کې د يوه قيمتي او
ارزښتناک ميراث په توګه ګڼل کيږي
٠
|