中国国际广播电台
بودالا ماڼۍ د تبت د خودمختارې سيمې د مرکز لاسا ښار په شمال
لويديځ;
کې د هونګ شان په نامه غر باندې واقع دی او په نړۍ کې د ماڼيو
ډيره لويه ډله ده چې له سمندري
سطحې څخه په ډير لوړ ځای کې پرته
ده ٠هغه د تبتي قوم په ساختماني
هنر کې يوه وتلې نمونه ده او په
چين کې د ډيرو مشهورو لرغونيو
ودانيو څخه شميرل کيږي ٠
بودالا ماڼۍ د تبت په پخوانيو
سلسله کې د سياسي او مذهبي
فعاليتونو د ترسره کيدو او د
دالاي لاما ګانو هستوګنځي هم و او
په تبت کې تر ټولو نه لوړې او
لويې وداني دي ٠ د اسنادو سره سم
د بودالا ماڼۍ په ميلادي اوومه
پيړۍ کې جوړه شوه او ١٣ ظبعې لري
او مساحت يې يو څلويښت هکتارو ته
رسيږي د ماڼۍ لوړوالی يې يو سلو
لس متره دی ٠ ديوالونه يې ټول د
مرمر په واسطه جوړشوي او پونډوالی
يې پنځه متره دی ٠د بودالا په
ماڼۍ کې زر قصرونه او خونې شته او
پکې يې هغه برجونه هم شته چې د
پخوانيو دورو د دالاي لاماګانو د
مړي جسدونه ايښودل شوي دي ، پر
هربرج باندې د سرو زرو پاڼو ،
جواهرو په واسطه ښکلي شوي دي ،
ډير قيمتي ښکاري ، د پنځم دالاي
لاماروحي برج ډير لوي دی چې
لوړالی يې څوارلس متره او پنځه
اتيا سانتي متره دی اود نوموړي
برج د ښکلا دپاره تقريبأ شپږ زره
کيلوګرامه سره زر او څه دپاسه
څلور زره دانې لويې او وړوکې
مرغلرې مصرف شوي دي ،٠ ، دغه راز
د دالاي لاما په بودالا په ناڼۍ
کې ژوند ، کار او ديني فعاليتونه
ترسره کوي ٠د دالاي لاما خوبخانې
د ماڼۍ په لوړځای کې واقع دي او
تل د لمر وړانګې ليدل کيږي ، نو
ځکه خلک ورته د لمري وړانګې ماڼۍ
وايي ٠
په ١٩٦١ کال کې د بودالا ماڼۍ د چين د مرکزي حکومت لخوا د
مهمو قديمي اثارو د ساتنې دپاره د
عمده او مهم ځای په توګه وټاکل
شو٠
دغه راز د بودالا په ماڼۍ کې زيات تصويرونه او د ډبرينو ،
لرګينو او خاورينو حکاکيو ډير
زيات هنري اثار او د تبتي قوم
عنعنوي لاسي صنعتي شيان هم موجود
دي ، دوي نه يوازي ډير ستر هنري
ارزښت لري بلکې ورڅخه د څه دپاسه
زرو کالو نه راهيسي او چين د هان
او تبت د قومونو ترمنځ دوستانه تګ
راتګ او فرهنګي راکړې ورکړې
منعکسې شوې دي ٠ په ١٩٩٤ کال کې د
بودالا ماڼۍ په رسمي توګه د ملګرو
ملتو د يونسکو د سازمان لخوا د
فرهنګي ميراث په توګه د نړيوالو
ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی
٠
|