中国国际广播电台
رباب يوه ډوله تاريزه اله ده او د چين د ويغوريانو
، تاجکانو او ازبکانو په منځ
کی زيات استعماليږی . د
ربات موسيقه اله له
ميلادی ١٤مه پيړ ی نه تر
اوسه پوری څه د پاسه ٦٠٠
کاله تاريخ لری .
رباب له لرګی نه جوړيږی او ځانګړی بهرنی شکل لری
چه پاسنی برخه يی اوږده او
نری ، سر يی کږليچ او لره
برخه يی يوه نيمه ګرده
صندوق دی .
رباب په جلا جلا توګه دری ، پنځه ، شپږ ، اووه
، اته او نهه تاريزه اله ده
.
که څه هم د نوموړو دريواړو قومونو خلک ټول د
شينجيانګ د ويغوری قوم په
خودمختاره سيمه کی ژوند کوی ،
خو ددوی لخوا استعمال شوی
رباب توپير لری او حتی
نومونه يی هم بيلا بيل دی .
تاجکان رباب ته ژبوب وايی
او د زردالو د ونو له لرګی
څخه جوړيږی . د ويغوريانو
لخوا د استعمال شوی رباب
ډولونه زيات دی چه د کاشغر
له رباب ، نوی ډوله رباب ،
دورانی رباب ، د شپانو له
رباب څخه عبارت دي . د
بهرنی شکل له نظره د ازبکانو
لخوا استعمال شوی رباب که څه
هم د کاشغر له رباب سره
مشابه لری ، خو د غږ کچې
او رنګ په برخه کی د
ازبکانو استعمال شوی رباب د
غږ سلسله لا زياته او
پراخه ښکاری.
اوس
به يوه خوږه نغمه
واورئ چه د
رباب په وسيله
غږوله شوی او نوم يی دی
زما
رباب .
|