中国国际广播电台
د ولې موسيقی أله چه دموسيقی يو ډول سيم لرونکی أله
ده او د چهارتاريزه ألوپه ډله
کی شامله ده او په چينايی
ژبه (( ليو چين )) ته ويل کيږی
. دغه ډول موسيقی أله د ولو
له لرګی څخه جوړيږی او
بهرنی شکل يی د ولې د پاڼی
سره مشابهت لری ، نو په دی وجه
ور ته د ولې موسيقی أله ويل
کيږی . چينايان هغی ته محلی
چهارتار وايی . د اوږدی
مودی راهيسی دغه ډول موسيقه
أله د چين د شان دونګ ، أن
حوی او جيانګ سو د ولايتونو
په منطقو کی د محلی
اوپراګانو په غږونو کی
اسعماليږی .
نوموړی موسيقی اله نه يوازی په بهرنی شکل او د
جوړښت له لحاظه له (( پی پا
)) سره فرق نه لری ، بلکی
د موسيقی الی د غږولو طريقه
يی د پيپا سره يو شان ده
.
پخوا دغه ډول موسيقی اله يوازی او يوازی د
همنوايی په ترڅ کی استعماله
کيدله . د ١٩٥٨کال د وروستيو
مياشتو نه را وروسته د ولو د
موسيقی الی د جوړونی په برخه
کی د څو وارو لپاره اصلاح
شوی او په دی وجه د موسيقی
په ساحه کی (( ليو چين )) د
همنوايی په بهير کی د
اسعماليدو نه پرته ، د اصلی
موسيقی الی په توګه هم
استعماليږی .
علاوه پر دی ، له دی امله چه د (( ليو چين )) د
موسيقی الی د غږولو په ترڅ
کی د لويديځو هيوادونو د
ماندولين په نامه د موسيقی الی
په څير اواز کيږی ، نو د
لويديځو هيوادونو د موسيقی له
ارکسترا سره د همکاری په بهير
کی اوريدونکی د نوموړی چينی
موسيقی الی څخه ځانګړی خوند
اخيستلی شی .
اوس به د نوموړی موسيقی ألی په وسيله غږوله
شوی يوه چينی نغمه واورئ .
|