لرغونی  ((  چين  ))
中国国际广播电台

      

لرغونی  (( چين ))  د چين  يو  ډول لرغونی  تاريزه أله  ده  او  هان  څه د پاسه  دری زره  کاله  دمخه  د جو په  امپراطوری  سلسله کی د موسيقی نوموړی  لرغونی  أله   جوړه  او  استعمال  شوې  ده  .

   په  لرغونی زمانه کی  د چين اديبانو د لرغونی  ((  چين ))   له موزيک  سره  نژدی  اړيکی درلودی  او دوی  د  لرغونی (( چين ))  په  وسيله  د  موزيک   د جوړونی  ، غږولو ،  تحليل او  خپرونی  په  برخه کی  ستر  خدمتونه  سر ته  رسولی  وو  . 

   

 د نوموړی لرغونی  موسيقی ألی  جوړول   لوړ هنری فن  او مهارت  لری  ،  خو دغه  ډول فن او مهارت  د ډيرو  کالو لپاره  له  لاسه  ورکړ شوی ؤ  .  د  وروستيو  شل ګونو کلونو  راهيسی  په  چين کی  د لرغونی  (( چين ))  په  جوړونی  بيا  پيل  شوی او  په دی  بهير کی    اصلاح  او نوی  شوی  دی  .

د  لرغونی  (( چين ))  په  وسيله   زيات  او بيلا بيل  موزيک  غږول  کيږی  . د خوشحالۍ   او خپګان   په  شمول  د  خلکو مختلف  احساسات  او  د طبيعی  منظرو   ترسيم   ټول   د موسيقی د نوموړی الې  په  وسيله   په ژوندی  توګه   څرګنديدای  شی  .  دغه ډول  اله  د  غږونی  په  بهير کی  نه يوازی   د  اصلی  الی  په توګه  استعمالولی شی  ، بلکی هم کولای  شی چه د ((  شياو  ))  په نامه   د موسيقی  له  الی  سره   همکاری  وکړی  او د لرغونی  سندرو  په ويلو کی  د  ملګريتوب  رول  ولوبوی .

اوس  به  د نوموړی  موسيقی ألی  په وسيله غږول  شوی   خوږه  نغمه  واورئ  .